داسې نه بريښي اسټراليايان روان کال هم له هيواد څخه بهر سفر کولو اجازه ترلاسه کړي

د اسټراليا روغتيا چارو وزير برينډان مورپهي، د هغو پر خوبونو اوبه واچولې کومو چې سږ کال له اسټراليا څخه بهر سفر کولو پلان درلود. ښاغلي وويل حتی چې اسټراليا کې د واکسين چارې هم پر مخ لاړې شي بيا هم داسې نه بريښي چې اسټراليايان به وشي کولی بهر ته سفر وشي کولی.

People are seen in the baggage collection area at Tullamarine Airport in Melbourne, January 8, 2021.

Source: AAP

د اسټراليا روغتيا وزير وايي، د واکسين ملي کمپاين پر مخ اچولو سره بيا هم داسې نه بريښي اسټراليا خپل پولې پرانيزي او خلک له اسټراليا څخه بهر او يا اسټراليا ته سفر وشي کولی.

ښاغلي مورپهي نن دا څرګندونې وکړې او د ازاد تګ راتګ يا سفر کولو پر مسلې يې رڼا واچوله، ښاغلي وويل ۲۰۲۱ کال کې به هم د اسټراليا پولې تړلې وي او پرته له ضروري کارونو او محدوديتونو ازاد اسټراليا ته او يا له اسټراليا څخه بهر سفر کول منع وي.

"د روان کال اوږدو کې به د اسټراليا پولې محدوديتونه پر خپل ځای وي."

"حتی که د نفوس ډيره برخه واکسين شوي هم وي، مونږ پر دې نه پوهيږو چې لدې سره به ويروس ليږد مخه ونيول شي.

او د قرنطين تدابير به څه وخت لپاره پر خپل ځای وي."
Secretary of the Department of Health Brendan Murphy speaks to the media during a press conference at Parliament House in Canberra, Thursday, January 7, 2021. (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING
پروفیسر مورفی در حال صحبت با رسانه‌ها در کنبرا، هفتم جنوری ٢٠٢۱. Source: AAP
د ۲۰۲۰ کال مارچ مياشت څخه د اسټراليا پولې تړل شوي او يوازې اسټراليايانو او د هغوی کورنيو غړو ته اجازه ورکول کيږي چې په ټاکل شوي شمير له بهر څخه اسټراليا ته راشي.

بله خوا ناروې هيواد کې د کرونا واکسين وروسته شاوخوا ۳۰ کسانو مړينې هم د واکسين څرنګوالي په برخه کې سوالونه پيدا کړي.

د اسټراليا روغتيا اداره له ناروې چارواکو څخه د يادو کسانو له واکسين وروسته مړينې په اړه معلومات غوښتي.

ناروې کې د فايزر واکسين لړۍ پيل شوې او يوازې ۳۰ کسانو مړينې سره چې دا شمير ډير لوړ هم ندی بيا هم د ډيرو هيوادونو انديښنې راپارولي.

د اسټراليا حکومت پلان لري ترڅو فبروری مياشت نيمايي وروسته فازير او هم استرا زينيکا واکسين پر اسټراليايانو تطبيق کړي.

د اسټراليا خزانه دار جاش فريدينګبرګ ويلي، اسټراليا واکسين کارونه که بيړه نه کول يو سم کار وه ترڅو د واکسين ټول اړخونه او هم ګټورتوب معلوم شي او له ځيړنو وروسته پر اسټراليايانو وکارول شي.

پر ۱۲۰۰ اسټراليايانو ټول پوښتنه ترسره شوې او د هغوی دريمې برخې کسانو د واکسين ترلاسه کولو ته خوښي ښودلې.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service