د چين نوی کال: سږ د غوايی، ميښې کال نومول شوی

د قمري نوی کال لومړۍ ورځ د فبرورۍ مياشت په ۱۲ نيټه وي او په ياده نيټه چين او شاوخوا هيوادونو کې يې د نوي کال لومړی ورځ لمانځل کيږي. د چين نجوم له مخه هر کال ځانته جلا ژوو په نوم نومول کيږي او د يادو ژوو تر شا کيسې او باورونه شتون لري.

A cape water buffalo pictured next to Lunar New Year decorations that read 'Happy New Year' at Singapore Zoo in Singapore.

A cape water buffalo pictured next to Lunar New Year decorations that read 'Happy New Year' at Singapore Zoo in Singapore. Source: EPA

داچې نړۍ اوس نږدې ده معنی داچې د نړۍ بيلابيلو هيوادونو خلک په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې يو ځای ژوند کوي او کيدای شي ستاس ګاونډ کې هم ځيني داسې کسان اوسيږي کوم چې له ختيځ اسيايي هيوادونو څخه دي او اوس خپل نوی کال لمانځي نو همدې لپاره مهمه ده ترڅو پدې پوه شئ چې د نړۍ يو ډير شمير نفوس قمري کال څنګه لمانځي او هر کال له ژوو سره نومول څه معنی لري.

د ختيځو اسيايي هيوادونو وګړي د اسټراليا په ګډون په ټوله نړۍ کې قمري يا Lunar نوی کال د فبرورۍ مياشت له ۱۲ نيټې څخه تر ۲۷ نيټې لمانځي.

د کرونا ويروس وبا له امله لکه نورو نوو کلونو ورته د قمري نوی کال لمانځنه هم په پراخه کچه نه ترسره کيږي ولې نوي کال د ژوي سمبول پر خپل ځای دی او سږ کال د غوايی او يا ميښې په نامه نومول شوی.

د چين نجوم له مخه ۱۲ ژوي (حيوانات) د نوو کلونو لپاره کارول کيږي او هر ژوی ځانته کيسه او معنی لري.
12 Chinese zodiac animals
12 Chinese zodiac animals Source: ChinesHighlights
بله خوا د چين شاوخوا هيوادونو کې بيا سږ کال ته جلا نومونه ورکړل شوي، لکه ويتنام کې تيت، اندونيزيا کې امليک، تيبيت کې تساګان او منګوليا کې لوسر.

چين کې سږ کال ته غوايی او ويتنام کې ميښې نوم ورکړل شوی.



  په قمري کال ۲۰۲۱ کې ستاسو په ښار کې کوم ډول جشنونه لمانځل کيږي؟

د چين قمري کليزې يا جنترې له مخه سږ کال به د اوسپنې غوايی کال لمانځل کيږي چې اوسپنه د کلک او دروندوالي سمبول دی. 

داچې غوايی د قمري کال دايرې دويم ژوی دی د چين هيواد دودپالنې له مخه که کوم کس د غوايی په کال کې زيږيدلی وي نو هغوی به خپل ژوند ډير راحتی سره تيروي او مالي ستونزې نه لري. ويل کيږي پدې کال کې زيږيدلي خلک خپل ستونزې په اسانۍ حل کولی شي او هم ډير مسوليتونه اخيستلی شي.

چينايي کال چې د ۱۲ ژوو په نوم نومول کيږي ۱۲ کلونو دوران لري، يعنې د هر ژوي يا حيوان کال ۱۲ کلونو موده کې يو ځل تکراريږي لکه څنګه چې په انځور کې تاسو ته وښودل شو.
Lunar New Year
Lunar New Year Source: AAP

لدې وړاندې د غوايی کال په ۲۰۰۹،۱۹۹۷،۱۹۸۵،۱۹۷۳،۱۹۶۱،۱۹۴۹،۱۹۳۷،۱۹۲۵ او همداسې پخوا کلونو کې لمانځل شوي ول.

چينايان فعال ليدونکي پدې باور دي چې سږ کال به يو ښه کال وي.

بله خوا ستوري پيژندونکي بيا وايي، اسټراليا د چين جنوب ختيځ کې موقيت لري او درې مهم صفتونه لري، افتخار، حيثيت او اخلاق او لدې سره اسټراليا به هم سږ يو ډير ښه کال ولري.
Supplied
Chinese-Australians are celebrating a different Lunar New Year for the second year in a row. Source: Suppled

تاريخ او افسانې

د چين قمري جال ۱۲ ژوي دادي: موږک، غوايی، سوی، ښامار، مار، اسپ، اوزه، شادي، چرګ، سپی او خوګ.

د چينايانو فلکلوري کيسو له مخه د چينايانو خدای Jade Emperor چې دوی ګومان کوي د ځمکې او جنت چلونکی دی د هغه نجوم له مخه ۱۲ ژوي د منډې سيالۍ له مخه ټاکلي.


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د چين نوی کال: سږ د غوايی، ميښې کال نومول شوی | SBS Pashto