د اوکسفورډ پوهنتون کرونا ويروس ضد واکيسن څخه يو کس ومړ

د کرونا ويروس ضد تر ټولو مخکښ واکسين چې د اوکسفورد پوهنتون يې د نړۍ بيلابيلو هيوادونو کې ازموينه کوي، لومړي ځل لپاره يو کس وژلی.

Australia's first locally made COVID-19 mRNA vaccine candidate is set for clinical trials

Australia's first locally made COVID-19 mRNA vaccine candidate is set for clinical trials Source: AAP

برازيل هيواد کې يو ۲۸ کلن ډاکټر د اوکسفورډ پوهنتون لخوا جوړ شوي واکسين په رضا کاره ډول پر خپل ځان ازموينې وروسته مړ شوی.

دا لومړنۍ کس دی چې د کرونا ويروس ضد واکسين کارونې وروسته مړ کيږي.

ولې بله خوا بيا د يادې څيړنې او ازموينې چارواکي وايي، له پلټنو وروسته ددوی موندنې ښايي چې اوس هم د کرونا ويروس ضد واکسين له ځانسره خطر نه لري او ازموينه يې جاري ساتي.

رپوټونه وايي، ياد ۲۸ کلن ډاکټر برازيل هيواد کې په کرونا ويروس اخته کسان ليدل او واکسين ترلاسه کولو وروسته په کرونا ويروس اخته او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

د اوکسفورډ پوهنتون په يوه اعلاميه کې ويلي، "ټول خلک چې د کرونا ويروس ضد واکسين ازمايي که هغه فردي رضا کاره وي او يا ډلييزه کسان هغوی ټول د يو بې طرفې ادارې لخوا څارل کيږي."

"د يادې پيښې پلټنې وروسته مونږ پريکړه وکړه ترڅو د واکسين ازموينه جاري وساتو او همدا نظره په برازيل کې د روغتيا چارواکو لخوا هم مونږ ته راکړل شوی."

د روان کال سيپټمبر مياشت کې اوکسفورډ او استرازينيکا چې دواړه په ګډه د کرونا ويروس ضد واکسين جوړوي خپل د ياد واکيسن ازموينه يې هغه مهال ودروله کله چې انګلستان کې يو رضا کار پر يوې نامعلومې ناروغۍ اخته شو.

دا ازموينه له هغه وروسته بيرته جاري وساتل شوه کله چې انګستان کې د روغتيا چارواکو وموندله ياد کس ته ناروغۍ د واکسين له امله نه وه پيدا شوې.

دا مهال يوازې برازيل کې ۸۰۰۰ کسان د اوکسفورډ پوهنتون لخوا جوړ شوي واکسين تر ازموينې لاندې دي او بيا ټوله نړۍ کې ۲۰،۰۰۰ کسانو باندې ياد واکسين ازمايل کيږي.

دا واکسين يوازې پر ډاکټرانو، نرسانو او د روغتيا نورو برخو کارکوونکو باندې ازمايل کيږي ځکه شرط يې دادی چې د واکسين اخيستونکي بايد د کرونا ويروس له خطر سره ډير مخ وي.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service