د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان او پاکستان په دوحه کې پر سمدستې اوربند موافقه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه کې ترسره شوي.
اعلامیه زیاتوي: "د خبرو اترو پر مهال، دواړو لوریو د سمدستي اوربند او د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ميکانيزمونو د جوړولو پر سر موافقه وکړه."
"دواړو لوریو همداراز موافقه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې تعقیبي غونډې ترسره کړي ترڅو د اوربند د دوام، د هغه د پلي کېدو د اعتبار وړ او دوامداره څارنې ډاډ ترلاسه شي، او په دې توګه د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات د ټینګښت برخه کې مرسته وشي."
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قطر دولت هیله لري چې دا مهم ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو سبب شي او په سیمه کې به د دوامدارې سولې لپاره یو ټینګ بنسټ جوړ کړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

