Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

نيوزيلند ته رسيدو سره د پاکستان کريکټ ۶ لوبغاړو کې د کرونا ويروس موندل شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله نيوزيلند ته په سفر تللې ترڅو د ياد هيواد لوبډلې سره د کرکټ څو يو ورځنی لوبې ترسره کړي.

Pakistan cricket team arrives at Christchurch, New Zealand.
Pakistan cricket team arrives at Christchurch, New Zealand. Source: Twitter/Pakistan Cricket Board

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله نيوزيليند ته په سفر تللې ترڅو يو ورځنۍ او هم ټيسټ لوبې ترسره کړي.

نيوزيليند ته رسيدو سره ياده لوبډله بايد ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شي ولې قرنطين ترڅنګ دوی ته اجازه ورکول کيده ترڅو ټاکل شوو ځايونو کې تمرين يا ورزش وکړي.

د پاکستان لوبډلې ۶ غړو په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته پر يادې لوبډلې بنديزونه ولګيدل او د هغوی تمريناتي لوبې يا ورزش اجازه هم لغوه شوه.

د ګارډين ورځپاڼې له مخه د نيوزيلند چارواکو څو لوبغاړي له شته قوانينو څخه پر سر غړونې تورن کړي.

نيوزيلند ته د پاکستان ۵۳ کسيزه ډله تللې ترڅو له ياد هيواد سره يو لړ لوبې ترسره کړي ولې هوايي ډګر ته رسيدو سره د يادو ټولو لوبغاړو او چارواکو د کرونا ويروس معاينه وشوه چې لدو څخه د ۶ لوبغاړو معاينې پايله مثبت وه.

د نيوزيليند کريکټ چارواکو ويلي، مخکې لدې چې د پاکستان کرکټ لوبډله نيوزيلند ته سفر وکړي لاهور کې د يادو لوبغاړو څلور وارې معاينه شوې او پايلې يې منفي وې.

د نيوزيلند چارواکو ويلي، داسې بريښي چې پاکستاني لوبغاړو خپل د قرنطين لومړيو ورځو کې له ځينو لګول شوو محدوديتونو څخه سرغړونه کړې.

د لوبغاړو په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته هغوی ته اجازه نده ورکړل شوې ترڅو له يو بل سره وګوري يا خواړه په ګډه وخوري او يا هم له هوټل څخه بهر يوځای تمرين وکړي.

د نيوزيليند روغتيا چارواکو ويلي، داچې نيوزيلند ته د کرونا ويروس راوړلو مخنيوي لپاره ځيني قوانين شتون لري نو همدې له مخه د پاکستان د کرکټ ټولې لوبډلې ته وروستی خبرداری ورکړل شوی ترڅو دې له قوانينو سر غړونه نه کوي.

د پاکستان کرکټ لوبغاړی فخر زمان نيوزيلند ته راتګ وړاندې هغه مهال له لوبډلې وويستل شو کله چې نوموړي تبه او ستونې درد پيدا کړ.

په پام کې ده ترڅو د پاکستان او نيوزيليند ترمينځ درې يو ورځنې او دوه ټيسټ لوبې ترسره شي.

دا لوبې د ډيسمبر مياشت ۱۸ نيټې څخه پيل او جنوری مياشت کې پای ته رسيږي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now