Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پاکستان پي ای ای الوتکه د پيسو کړکيچ له امله ماليزيا کې ايساره شوې

د پاکستان پي ای ای هواي شرکت يو مسافر وړونکې الوتکه ماليزيا هيواد کې ايساره شوې او د شخړې حل کيدو پورې د يادې الوتکې کارونې اجازه نه ورکول کيږي.

PIA
Source: Wikipedia

د پااکستان پي ای ای هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه بوينګ ۷۷۷ د ماليزيا کوالالمپور ښار کې هغه مهال ودرول شول کله چې انګلستان کې يوې محکمې د پي ای ای هوايي شرکت لخوا د ۱۴ ميليونو ډالرو پيسې نه ورکړې لپاره د ياد هوايي شرکت الوتکې درولو غوښتنه ورکړه.

د پي ای ای هوايي شرکت وياند عبدالله خان په يو پيغام کې د ياد خبر پخلی کړی او ويلي دي چې د ماليزيا محکمې يو اړخيزه پريکړه کړې او د پی ای ای او انګلستان کې يو شرکت ترمينځ کړکيچ له مخه يې يوه مسافر وړونکې الوتکه درولې.

پی ای ای د يادې نيول شوې الوتکې مسافر بلې الوتکې له لارې پاکستان ته ليږلي.

د محکمې پريکړې له مخه د پی ای ای هوايي شرکټ دوه الوتکې ماليزيا ته رسيدو وروسته نيول کيږي او د محکمې پريکړې وروسته به د يادو الوتکو خوشې کولو پر سر پريکړه کيږي.

د انګلستان يوې محکمې پريکړې له مخه د پی ای ای هوايي شرکت ځينو الوتکو درولو وروسته دوه الوتکې ماليزيا ته مسافر وړي او ياد هيواد ته رسيدو وروسته يادې الوتکې د چارواکو لخوا درول شوي.

د ماليزيا ترانسپورټ وزارت د يادې مسافر وړونکې الوتکې درول منلي او دا يې دا يې د محکمې پريکړه بللې ولې بله خوا د پی ای ای شرکت ياد عمل غندلی او له پاکستان حکومت څخه يې غوښتي ترڅو دا مسله ديپلوماتيکو لارو څخه حل کړي.

پی ای ی شرکت دا مهال له ستر اقتصادي ناورين سره مخ دی او ۲۰۲۰ کال کې يې ۴ ميليارده ډالر تاوان کړی.

د ۲۰۲۰ کال می مياشت کې د پی ای ای يوه الوتکه کراچۍ ښار کې نسکوره شوه او ۹۷ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بله خوا تير کال پی ای ای شرکت ۱۵۰ پيلوټان د جعلي اسنادو لرلو له امله له دندې لرې کړل.

تير کال جون مياشت کې اوروپايي ټولنې د پي ای ای هوايي شرکت ټولې الوتنې ۶ مياشتو لپاره بندې کړی.

تير کال سپټمبر مياشت کې د نړيوال هوايي چلند ادارې پاکستاني پيلوټانو ته لايسنس ورکول ودرول او له حکومت څخه يې وغوښتل ترڅو د پيلوټانو زده کړې او فارغ کيدو برخه کې شفافيت رامينځته کړي.

د پی ای ای الوتکې درول ياد شرکت لپاره چې لا دمخه له ستر تاوان سره مخ دی يوه بل سرخوږی جوړ کړ.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now