د تورو پيسو سپيناوې او هم ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنيوي ادارې په کال ۲۰۱۸ جون مياشت کې د پاکستان هيواد خړ ليست کې داخل کړ او د ياد هيواد مالي کړنو څارنه يې له نږدې پيل کټه ترڅو پاکستان هيواد اړ کړي ترڅو يادو ذکر شوو برخو کې اړين ګامونه پورته کړي.
د پاکستان خړ ليسټ ته داخليدو وروسته يادې ادارې د پاکستان حکومت ته د ۲۰۱۹ کال اوکتوبر مياشت پورې وخت ورکړ ترڅو پر ۲۷ وړانديزونو عمل وکړي ترڅو ځان لدې ليسټ څخه بهر کړي.
د پاکستان حکومت تر دې دمه يوازې پر ۲۱ برخو يا وړانديزونو کار کړی او همدا وجه ده چې يادې ادارې پاکستان په خړ ليسټ کې د ساتلو پريکړه وکړه او له ياد هيواد څخه يې د لا ډيرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
بله خوا پاکستان ته دا خبرداری هم ورکړل شوی، که چيرې ياد هيواد پر نورو ۶ لارښوونو عمل ونه کړي نو کيدای شي تور ليسټ ته داخل شي.
د ځينو رپوټونو له مخه هغه هيوادونه چې په خړ ليسټ کې دي هغوی کيدای شي د پيسو نړيوال صندوق، او نړيوال بانک له بنديزونو سره مخ شي او هم به داسې هيوادونه له نړيوالو څخه پور اخيستلو کې ستونزې وګالي او ټوله کې به د يادو هيوادونو نړيواله سوداګري ډيره اغيزمنه شي.
ياده اداره د نړۍ هيوادونه په دوو ليسټونو کې شاملوي چې يو يې خړ او بل تور ليسټ دی.
سره لدې چې خړ ليسټ کې د يو هيواد شتون ډير خطر له ځانسره نه لري ولې که چيرې دا نوم تور ليسټ ته داخل شي نو بيا يو هيواد له سترو بنديزونو سره مخ کيږي چې په هغو کې د پيسو نړيوال صندوق او هم نړيوال بانک لخوا بنديزونه شامله دي.
دا مهال د يادې ادارې خړ ليسټ کې پاکستان، البانيا، بهاماس، منګوليا، ميانمر، نيکراګوا، پاناما، سوريه، يوګاندا، يمن او زيمبوابوی هيوادونه شامله دي.

