د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان باندې له هغه وروسته فشار زيات شو کله چې د نوموړي د حکومت نږدې اتحادي کوند ام کيو ام پي خپل لار جلا کړه او لدې سره پارلمان کې د نوموړي د ملاتړ رايې ډيرې کمې شوې.
ياد ګوند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د واکمن پاکستان تحریک انصاف (PTI) په مشرۍ ایتلافي حکومت پریږدي.
جنرال ضياالحق دورې راهيسې چې نوموړی پ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۸ پورې قدرت کې وه او بيا الوتکې غورځيدو پيښه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ تر دې دمه هيڅ يو لومړي وزير خپل دوره نده بشپړه کړې.
عمران خان چې ۶۹ کاله عمر لري په کال ۲۰۱۸ کې د پاکستان لومړی وزير شو، د نوموړي پي ټي ای ګوند متحد ام کيو ام پي ايلاد ماتيدو سره پارلمان کې له ۳۴۲ ملاتړ څوکيو څخه ۱۷۲ پاتې شوې.
نن د حکومت مخالف ګوند د عمران حق کې رای ورکوي او تمه دا هم کيږي چې کيدای شي نوموړی مخکې د باور رايو پروسې پيليدو څخه استعفا وکړي.
د حکومت مخالف ګوندونو پر عمران خان د پاکستان اقتصادي حالت خرابولو تور پورې کوي، ولې بيا عمران خان وايي، د حکومت مخالف ګوندونه د بهرنيو هيوادونو په لمسون غواړي نوموړی له واکه لرې کړي.
عمران خان د چهار شنبې په شپه هغه ليک چې نوموړی يې ځان او پاکستان لپاره د لويديځ دسيسه بولي له ځينو سياسيونو او خبريالانو سره شريک کړی.
په ليک کې پر امريکا هم تور پورې شوی چې د نظر اختلاف له امله د پاکستان لومړی وزير لرې کول غواړي.
سپينې ماڼۍ بيا د ا ادعاوې رد کړي چې ګواکې کوم ليک دوی استولی ترڅو لومړی وزير عمران خان وګواښي.
عمران خان وايي، له مياشتو راهيسې دسيسې جوړيدلې او ځينو کسانو ته پيسې ورکول کيدې ترڅو ستونزې جوړې او نوموړی له واکه لرې کړي.
سياسي چارو شنوونکي بيا وايي، دا به له حقيقت څخه لرې وي چې يو هيواد ليک له لارې بل هيواد يا شخص ته ګواښ وکړي.
داسې هم ويل کيږي چې عمران خان له پوځ سره هم د استخباراتو مشر پر ټاکلو ستونزې پيدا شوي، ولې د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد وايي د پاکستان اوسني سياسي کړکيچ کې پوځ بې طرفه دي.
ځيني سياسي چارو شنوونکي وايي،د پوځ بې طرفې اپوزيسيون ته لا ډير واک ورکولو باعث شوی.

