'د کرېکټ نړیوال جام': پاکستان، نوي زیلنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه

د نوي زیلنډ لوبډلې ته له ماتې وروسته، د پاکستان ملي لوبډلې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

CRICKET T20 WORLD CUP PAKISTAN BANGLADESH

پاکستان، نوي زیلنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه Source: AAP / MATT TURNER/AAPIMAGE

د کرېکټ د نړیوال شل اوریز جام، لومړنۍ نیمه پایلوبه نن د پاکستان او نوي زیلنډ لوبډلو ترمنځ په سیډني ښار کې ترسره شوه.

د لوبې په پیل کې نوي زیلنډ ټاس وګاټه او پرېکړه یې وکړه ترڅو لومړی توپ وهنه وکړي.

نوي زیلنډ په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته ۱۵۳ منډې هدف وټاکه، مګر د پاکستان لوبډله په ۱۹ اورونو او یوه بال کې دغه هدف پوره کړ او پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د پاکستان او نوي زیلنډ، د نن ورځې په لوبه کې، شاهین افریدي ۲ او محمد نواز یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان لپاره محمد رضوان ۵۷، بابر اعظم ۵۳ او محمد حارث ۳۰ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان او نوي زیلنډ ترمنځ لوبه کې، ډاریل مچل ۵۳، کین ویلیمسن ۴۶ او دیون کانوی ۲۱ منډې ترلاسه کړې.

د هند او انګستان لوبډلو ترمڼځ سبا، د کرېکټ نړیوال جام دویمه پایلوبه په اډېلېډ ښار کې ترسره کېږي. د لوبې ګټونکې لوبډله به د نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

ټاکل شوې ترڅو د روان ۲۰۲۲ کال د شل اوریز جام وروستۍ لوبه د نومبر د میاشتې پر ۱۳ نېټه په ملبورن کې ترسره شي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now