Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستان کې د کويټ عالي رتبه چارواکو بکس او بټوه غلا شوې

پاکستان کې د کويټي چاروکو لاسي بکس او جين پټوه په داسې حال کې غلا شوې چې د دواړو هيوادو چارواکو سره ليده کاته کول

Kuwait authorities meeting Pakistan PM
Kuwait authorities meeting Pakistan PM Source: PDI-Geo TV

په داسې حال کې چې د کويټ چارواکو پاکستان له دولتي چارواکو سره پر بيلابيلو مسايلو خبرې اترې کولی چې د لاسي بکس او جيب بټوه ورکيدو خبر ورکړل شو.

کله چې يادې غلا پلټنې لپاره د څار کامرو انځورونه چک شول نو يو ۲۰ رتبه پوليس افسر ليدل شوی چې دا غلا يې ترسره کړې.

د کويټ هيواد چارواکي له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت ول او کويټي چارواکو خبر ورکړ چې ددوی لاسي بکس او بټوه غلا شوې.

پوليس افسر ضرار حيدر چې ۲۰ رتبه پوليس دی ليدل شوی چې غلا کوي.

د پاکستان اقتصاد وزير چې يادې ناستې کې يې حضور درلود وويل چې ياد پوليس دده د وزارت کار کوونکی ندی او بايد يې خلاف عمل ترسره شي.

بله خوا د پوليسو چارواکي وايي چې لا تر دې دمه يې يادې پيښې په اړه شکايت ندی ترلاسه کړی.

د جيو ويبپاڼې خبر له مخه.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now