

Explainer
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
د COVID-19 د خپریدو مخنیوي کې د مرستې لپاره ، آسټرالیا د 2020 په مارچ کې د غیر اتباعو او غیر اوسیدونکو لپاره خپلې پولې وتړلې. مګر د کورنۍ سمدستي غړي (میړه، اصلي شریک، ماشوم یا د یو تړلي ماشوم مور او پلار/قانوني سرپرست) د آسټرالیا اتباعو او دایمي اوسیدونکو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د سفر معافیت لپاره غوښتنه وکړي ترڅو دوی لاهم داخل شي.
د نومبر له ۱ نيټې څخه، د سمدستي کورنۍ تعریف کې به د آسټرالیا اتباعو او دایمي اوسیدونکي والدین هم شامل وي.
د غوښتونکي د تابعیت پراساس، والدین کولی شي د لاندې دریو لنډمهاله ویزو څخه یوه لپاره غوښتنه وکړي.
۱. eVisitor Visa (Subclass 651): د لاندې هيوادونو اتباع کولو شي دې ويزې ته غوښتنليک ورکړي: Austria, Belgium, Bulgaria, Croatia, Cyprus, Czech Republic, Denmark, Estonia, Finland, France, Germany, Greece, Hungary, Iceland, Ireland, Italy, Latvia, Liechtenstein, Lithuania, Luxembourg, Malta, Monaco, The Netherlands, Norway, Poland, Portugal, Romania, Republic of San Marino, Slovak Republic, Slovenia, Spain, Sweden, Switzerland, the United Kingdom and Vatican City.
د اوسيدو موده: تر ۳ مياشتو پورې
طی مراحل وخت: ۳۱ ورځو څخه تر ۴ مياشتو پورې
فيس: وړيا
د پروسس کولو وخت خورا اوږد دی، په برزبن کې ميشته وکيله ربيکا باګيانو وايي، ددې پروسس وخت کمولو لپاره ښه لار داده چې تاسې لومړی د ويزې غوښتنليک ورکړئ او بيا د سفر بنديز معافيت غوښتنه وکړئ. د مهاجرت اداره ستاسو معافيت غوښتنليک پروسس کولو سره ستاسو ويزې غوښتنليک ته هم کتنه کوي.
۲. Electronic Travel Authority (Subclass 601): د لاندې هيوادونو وګړي کولی شي د سفر کولو اجازه ليک ترلاسه کړي: Brunei, Canada, Hong Kong (SAR of China), Japan, Malaysia, Singapore, South Korea and the United States.
اوسيدو موده: درې مياشتې
پروسيس کولو وخت: نا معلوم
فيس: ۲۰ ډالر
د اسټراليا مهاجرت ادارې ويپاڼه کې د ياد سند ترلاسه کولو موده ذکر شوې نده ولې اغلې باګيانو مشوره ورکوي چې حکومت د AustralianETA app موبايل اپليکيشن جوړ کړی چې له لارې يې دا اجازه ليک په دوو ورځو کې ورکول کيږي.
۳. Visitor Visa (subclass 600): ذکر شوو هيوادونو پرته د نورو ټولو هيوادونو وګړي کولی شي اسټراليا ته راتګ لپاره لدې ويزې کار واخلي او ورته غوښتنه وکړي.
د اوسيدو موده: ۱۲ مياشتې
پروسيس کولو وخت: ۸ څخه تر ۲۰ مياشتې
فيس: ۱۴۵ ډالر
Electronic Travel Authority (Subclass 601):دا اسټراليا ته راتګ يوه معياري ويزه ده کوم چې ټولو نړۍ وګړو لپاره ورکول کيږي.
داچې د يادې ويزې پروسس کولو موده ډيره اوږده ده نو ښه داده چې تاسې ويزې غوښتنليک سره د travel-ban-exemption غوښتنه هم وکړئ. د مهاجرت اداره ستاسو دا غوښتنه تر غور لاندې نيسي.
د اسټراليا اتباعو او دايمي ويزو لرونکي والدين د مهاجرت ادارې ويبپاڼه کې د Travel Exemption Portal څخه ليدنه وکړي او له هغه ځايه دا غوښتنه کولی شي.
د اسټراليا اتباع او دايمي ويزې لرونکي کولی شي د بل چا لپاره دا غوښتنه وکړي.
که ستاسو اسناد په انګليسي ژبه نه وي نو اسټراليا کې د NAATI يو منل شوي ژباړونکي باندې خپل اسناد انګليسي ته وژباړئ.
سپارښتنه کيږي ترڅو والدينو ويزو او هم سفر معافيت ترلاسه کولو وروسته د الوتکې ټکټ واخيستل شي