د ښځو حقونو فعاله او پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل ته د بشر حقونو ۲۵ نړيوالې ادارې په ګډه نړيواله جايزه ورکوي

د بشر حقونو نړيوالو ادارو ګډې ناستې ( جينيوا سميت ) اعلان وکړ چې د کال غوره شخصيت او بشر حقونو کلنۍ جايزه پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعيل ته ورکوي.

Gulalai Ismail, prominent campaigner for Pakistani women’s rights

Gulalai Ismail, prominent campaigner for Pakistani women’s rights Source: Getty Images

د بشر حقونو ۲۵ نړيوالو ادارو ګډې ناستې اعلان کړی چې د سږ کال نړيواله جايزه به د ښځو حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړې ګلالۍ اسماعيل ته يو لړ مراسمو سره ورکړي.

يادې ادارې د سږ کال جايزې اعلان په خبرپاڼې خپرولو سره کړی او ويلي دي دا جايزه راتلونکې مياشت جون پر اوومه نيټه له يو لړ خاصو مراسمو سره نوموړې ته وړاندې کړي.

ګلالۍ اسماعيل د پاکستان صوابۍ سيمې څخه ده او دوه کاله مخکې د پاکستاني ادارو لخوا د نوموړې نيولو هڅو سره يې پاکستان پريښود او په پټه امريکا ته وتښتيده.

د بشر حقونو نړيوالو ادارو په خبرپاڼه کې راغلي چې ګلالۍ اسماعيل په پاکستان کې بشري حقونو لپاره کار کړی او پر نوموړی بې بنسټ تورونو لګولو سره نوموړې اړ شوې چې پاکستان پريږدي.

 

د جينيوا سميت چې د بشر حقونو ۲۵ نړيوالو ادارو څخه جوړه يوه ناسته ده هر کال د بشر حقونو تر تولو معتبره جايزه وتلو فعالانو ته ورکوي.

د ګلالۍ اسماعيل له پاکستان څخه تيښتې وروسته يې پلار ډيرې مودې لپاره د پاکستان امنيتي ادارو لخوا بندي وه.

اغلې ګلالۍ تل پر خپل ځان لګول شوي تورونه رد کړي او دا يې هم ويلي چې د پلار زنداني کيدل يې يو بې رحمه او بې بنسټه عمل وه.

پاکستاني چارواکو په ګلالۍ تور پورې کړی چې ګواکې هغې پاکستان حکومت پر وړاندې خلک وسله وال پاڅون ته هڅول، ترهه ګرۍ سره مالي مرسته، د پاکستان ادارو خلاف نظر ورکولو تورونه شامل دي.

اغلې ګلالۍ په ۲۰۱۹ کال کې امريکا ته پناه وړې او له ياد هيواد څخه د پاکستاني ميرمنو حقونو لپاره کار کوي.

اغلې چې د پښتون ژغورنې يو له مخکښو غړو څخه ده تل يې د ياد تحريک له فعاليت ملاتړ کړی او امريکا کې يې هم د PTM حق کې ګڼو مظاهرو کې برخه اخيستې.

د جينيوا سميت به نوموړې ته د ښځو حقونو نړيواله جايزه د جون مياشت په ۷ نيټه ورکړي.

د بشر حقونو نړيواله اداره بيا پر پاکستان حکومت تور پورې کوي او وايي،  پاکستاني ادارو غوښتل د ګلالۍ اسماعيل خوله بنده کړي، او بله خوا دوی د نوموړي والدين په نښه کړي او ۶۵ کلن پلار يې ورته په دروغو تورونو زنداني کړی وه.

د ګلالۍ پلار تيره مياشت پيښور کې له زندان څخه خوشې شو.

ګلالۍ اسماعيل د يادې جايزې ترلاسه کول وياړ ګ‌ڼي او وايي، “زه له پاکستان څخه بهر يو فعاله يم چې د پاکستان پاريدلي تندلارۍ او هم د پښتنو وسله وال کولو،  او جګړې اقتصاد له مخه پر مخ وړلو پر وړاندې مبارزه کووم او هم ښځو سره د خلکو ناسم چلند خلاف مبارزه کووم، زه د يادې جايزې ترلاسه کولو لپاره ډير د فخر احساس کووم.“ 

ګلالۍ اسماعيل پداسې حال کې دا جايزه ترلاسه کوي چې اوس هم د ښځو فعالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر مخ ګڼې ستونزې موجود دي.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now

د ښځو حقونو فعاله او پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل ته د بشر حقونو ۲۵ نړيوالې ادارې په ګډه نړيواله جايزه ورکوي | SBS Pashto