د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پینې وانګ تایید کړې چې دغه هېواد ۸۶۰ فلسطینیانو ته لنډمهال ویزې ورکړي دي.
آغلې وانګ همدا راز اعلان کړی چې ۶۷ آسټرالیایان، دایمي ویزې لرونکي او د هغو د کورنۍ غړي د رفح له پولې څخه تېر شوي دي.
تر دې دمه ټولټال ۱۲۷ آسټرالیایان، دایمي اوسېدونکي او د هغو د کورنۍ غړي له محاصرې څخه وتلي دي.
دغه ویزې د اکټوبر د اوومې او د نومبر د ۲۰ نېټې ترمنځ فلسطینانو ته ورکړل شوي.
هغې ویلي په همدې موده کې ١٧٩٣ اسرائيلي اتباعو ته ويزې ورکړل شوې دي.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند خبر ته په غبرګون کې هغې د پرمختګونو ستاینه کړې ده.
هغې د چهارشنبه په ورځ په اډیلیډ کې خبریالانو ته ویلي: "دا یو مهم او اړین ګام دی ، مګر هغه څه چې موږ یې باید په اړه کار وکړو، هغه اوږدمهاله سوله ده."
"زه فکر کوم چې موږ ټول غواړو یو دوامداره اوربند وګورو او موږ دا هم پوهیږو چې دا یو طرفه نشي کیدای."
د اسراییلو حکومت وايي، د اکټوبر د اوومې له بریدونو وروسته له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او له ۲۰۰ څخه زیات برمته شوي دي.
بلخوا د حماس تر کنټرول لاندې په غزې کې د روغتیا وزارت وایي، د اکټوبر له اوومې وروسته له ۱۴ زره او ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول


