اسټراليا کې به ددې مياشت وروستيو پورې ۶.۵ ميليونو کسانو ته ۷۵۰ ډالر ورکول کيږي ترڅو هغه مصرف کړي او اقتصاد حرکت کې وساتي.
دا پيسې هغو کسانو باندې ويشل کيږي کوم چې له حکومت څخه هوساينې پيسې اخلي چې په هغو کې تقاعد شوي،ځوانان، پالونکي که هغه د زړو کسانو يا معيوبينو وي او هم هغو کورنيو ته کوم چې له حکومت څخه خپل ماشومانو ته پيسې اخلي.
هغه کسان چې بيا زړو کسانو ساتنې مرکزو کې اوسيږي او تقاعد شوي دي حکومت بيا پر هغوی جلا ۲.۴ ميلياردو ډالرو مصرف کوي.
د اسټراليا خزانه دار جوش فريدينبرګ چې ياد حکومتي تدابير يې وړاندې کول وويل، دا مونږ پورې نده چې خلکو ته ووايو چې درکړل شوې پيسې څنګه مصرف کړی بلکې تيرو تجربو ښودلې چې اسټراليايان به ورکړل شوې پيسې مصرف کړي ترڅو اقتصادي حرکت جاري وساتل شي.

د اسټراليا خزانه دار چې له لومړي وزير سره يې يوزای خبريالانو ته معلومات ورکول وويل، د کرونا وايروس پر اسټراليايي اقتصاد ناوړه اغيز شيندلې او دا اغيز به راتلونکو مياشتو پورې جاري وي. د نوموړي په وينا که مونږ اسټراليا کې هر څومره ډير خلکو لخوا د پيسو مصرف شاهده اوسو نو لدې سره مونږ له شته بحران څخه په اسانۍ وتلی شو.
بله خوا که چيرې اسټراليا کې نيمه وخت کار کوونکي بيماران شي او يا د کرونا لرلو په شک دوی ځانونه قرنطين کړي نو دوِ ته به تنخوا ورکول کيږي.

