د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې چې مرکز يې سيدني ښار دی له مياشتو راهيسې لرې پرتو ځنګولونو کې اورونه لګيدلي او د وخت تيريدو سره دا اورونه ختيځ خواته مخه کړې کومو چې دا مهال ډيري لوی ښارګوټي خپل لمن کې نيولي.
دا مهال د نيو ساوت ويلز ايالت جنوبي سيمه د اور لمن کې ده او زرګونه کسان د اور له امله تړل شوو لارو اړ کړي ترڅو سمندرغاړو سره نږدې سيمو کې پناه واخلي.

د اسټراليا له پوځ څخه د اوبو له لارې د ځينو سيمو خلکو ايستلو غوښتنه شوې کوم چې دا مهال د شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ژغورنې چارې روانې دي.
د اسټراليا پوځ د اوبو له لارې د بند پاتې شوو کسانو ژغورنه کوي.

د اسټراليا ټول ايالتونه د ځنګلونو اور او ګرمې هوا لمن کې دي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت چې مرکز يې سيدني ښار دې تر نورو ايالتو ډير اور ځپلی او اوس يو ځل بيا له سبا يعنې جمعې ورځې څخه به ياد ايالت کې اوه ورځو لپاره بيړنۍ حالت وي.
د نيو ساوت ويلز ترڅنګ د اسټراليا نورو ټولو ايالتونو کې هم ځای ځای ځنګولونو کې اورونه لګيدلي چې ځيني يې بيړني حالت کې دي او له خلکو غوښتل شوي ترڅو دې خپل کورونه پريږدي.

اسټراليا کې بی ساري ځنګولونو اور زرګونه کورونه سوځولي او نږدې ۶ ميليونه هکتاره ځمکه (ځنګلونه) تر دې دمه سوځيدلې.
تر اوسه لګيدلو اورونو ۲۵۰۰ کورونه سوځولي او ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې وچې او ګرمې هوا له مياشتو راهيسې په ځنګلونو کې اورونه لګولي او اوس هم ډيري له لګيدلو اورونو څخه بې کابو دي.
د نيو ساوت ويلز ايالت جنوبي سيمو کې ايسار خلک خوړو توکو او موټرو تيلو لپاره کتارونو کې ولاړ دي.

د اور وژنې ادارې له عامو خلکو غوښتي ترڅو دې د نيو ساوت ويلز ايالت جنوبي سيمو ته له سفر کولو ډډه وکړه او هم ډير شمير سيمو اوسيدونکو څخه غوښتل شوي ترڅو دې ژر خپل کورونه پريږدي.
د هوا پيژندنې ادارې وړاندوينې له مخه د شنبې ورځ تيز باد او ګرمه هوا کولی شي چې د ډيرو اور خطر سيمو خلکو ژوند او هم کورونو ته ستر خطر پيښ کړي.

