اسټراليا ته د کرونا ويروس واکسين راورسيد، راتلونکې اونۍ واکسين کول پيليږي

د اسټراليا روغتيا وزير ګريګ هانټ د فايزر بايوټيک واکسين رارسيدو خبر ورکړ او د ياد واکسين کارونه راتلونکې اونۍ څخه پيلوي.

Minister for Health Greg Hunt.

Minister for Health Greg Hunt. Source: AAP

اسټراليا کې د کرونا ويروس پر خلکو کارونه د فبرورۍ مياشت له ۲۲ نيټې څخه پيليږي.

دا خبر له هغه وروسته څرګند شو چې د روغتيا وزير ګريګ هانټ وويل د فايزر واکسين اسټراليا ته رسيدلی.

د اسټراليا حکومت به د فايزر واکسين ۲۰ ميليونه ډوزه ترلاسه کوي ولې دا مهال اسټراليا ته يوازې ۱۴۲،۰۰۰ ډوزه رسيدلي.

اسټراليا ته رسيدلي د فايزر واکسين امن ځای ته ليږدول شوي ترڅو حکومت لخوا يې معاينه وشي.

د ياد واکسين رارسيدو سفر دوران کې
ښاغلي هانټ وويل رسيدلو واکسينو څخه به ۶۰ سلنه د اسټراليا ايالتي او هم سيمه ايزو حکومتونو ته ورکول کيږي ترڅو يې کارونه ژر پيل کړي.

لومړي قدم کې د روغتيا کار کوونکي، د قرنطين هوټل کار کوونکي، زړو کسانو مرکزو اوسيدونکو او هم د يادو مرکزونو کار کوونکو ته ورکول کيږي.

فدرال حکومت به له لومړۍ کڅوړې واکسين څخه ۳۰۰۰۰ د زړو کسانو اوسيدو مرکزونو لپاره جلا کړي.

ښاغلي هانټ د واکسين رارسيدو سره وويل، " اسټراليا لپاره دا مهمه ورځ ده او زمونږ لومړی ګام به دا وي چې د اسټراليايانو واکسين کولو پلان خونديتوب سره عملي کړو."

 

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service