د اسټراليا دفاع وزير: افغان جګړه کې ښکيلو ځانګړو ځواکونو څخه مډالونه نه اخيستل کيږي

د اسټراليا د دفاع نوي وزير پيټر ډاټون د لوی درستيز انګس کمپبل هغه غوښتنه رد کړه کوم چې افغانستان کې د اسټراليا ځينو ځانګړو ځواکونو لخوا د جنګي جنايتونو رپوټ خپرولو وروسته يې غوښتنه وکړه چې افغان جګړې کې ښکيلو ټولو ځانګړو ځواکونو مډالونه دې ترې واخيستل شي.

A file photo of Defence Minister Peter Dutton.

A file photo of Defence Minister Peter Dutton. Source: Getty

د اسټراليا نوي دفاع وزير پيټر ډاټون لخوا له ځانګړو ځواکونو مډالونو اخيستلو غوښتنه رد شوه او ياد ځواکونه کولی شي خپل مډالونه له ځانسره وساتي.

له څلورو کلونو پلټنې وروسته کله چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا افغانستان کې د جنګي جنايتونو ترسره کولو څخه پرده پورته شوه، د اسټراليا د پوځ لوی درستيز انګس کمپبل له افغان قرباني شوو کورنيو او له ټولو افغانانو بښنه وغوښته او د جنګي جنايتونو پيښې يې د اسټراليا نظامي تاريخ پر سر تور داغ ياد کړ.

نوموړي د نورو وړانديزونو ترڅنګ افغان جګړه کې ۳۰۰۰ ښکيلو ځانګړو ځواکونو څخه د خدمت مډال بيرته اخيستلو وړانديز هم وکړ.

د اسټراليا دفاع وزير پيټر ډاټون د لوی درستيز دا غوښتنه رد کړه او پريکړه يې وکړه چې يوازې د هغو پوځيانو مډالونه دې ترې واخيستل شي کوم چې پر جنګي جنايتونو تورن دي.

ښاغلي ډاټون وويل، دا مهمه ده ترڅو هغه کسانو ته سزا ورکړل شي کوم چې په جنايتونو ترسره کولو تورن دي ولې د يوازې څو تنو ځانګړو ځواکونو لپاره له ټولو مډالونه اخيستل سم کار ندی.

ښاغلي 2GB راډيو سره خبرو پر مهال وويل، " مونږ بايد ۹۹ سلنه کسانو ته د ۱ سلنې خلکو له وجې سزا ور نه کړو."

تير کال خپور شوي رپوټ کې ويل شوي، د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا ۳۹ بې ګناه افغانان وژل شوي.

پر اسټراليايي ځواکونو د بې ګناه افغانانو وژل، ځورول او د هغوی مال ته تاوان رسولو تورونه دي، دا مهال ۱۹ پوځيانو څخه پلټنې روانې دي. 

 


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service