د اسټراليا مهاجرت او کورنيو چارو وزير پر کرونا مبتلا کيدو وروسته روغتون کې بستر شو

د اسټراليا تر ټولو ډير واک لرونکی وزير پر کرونا مبتلا کيدل انديښنې راپارولي.

Home Affairs Peter Dutton has contracted Covid-19.

Home Affairs Peter Dutton has contracted Covid-19. Source: AAP

د اسټراليا کورنيو چارو وزير چې د ځينو نورو دولتي ادارو مشري هم په غاړه لري له معاينې وروسته پکې کرونا وايروس موندل شوی.

ښاغلی پيټر ډاټون  وويل، سهار راهيسې يې ستونه کې درد او تبه وه، کله چې يې معاينه وکړه نو د کرونا وايروس لرل پکې تائيد .
ښاغلی ډاټون دا مهال کوينزليند کې په يو روغتون کې بستر شوی.

دا د اسټراليا تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په کرونا مبتلا کيږي. بله خوا د اسټراليا لومړي وزير اعلان وکړ چې پر ټولو هغو غير ضروري غونډو بنديز لګول کيږي کوم کې چې له ۵۰۰ ډير کسان وي.

اسټراليا کې ډيرې سپورتي لوبې لغوه او ځيني نورې لوبې بيا په تشو لوبغالو کې ترسره کيږي.

اسټراليا کې تر دې دمه ۱۵۰ کسان پر کرونا مبتلا شوي او درې نورو بيا ياد وايروس وژلي.

ويل کيږي پيټر ډاټون روانه اونۍ د کابينې ناسته کې هم ګډون کړی.

پيټر ډاټون وايي، ده خپل حالت په اړه لومړي وزير ته خبر وکړی، ولې بيا بله د روغتيا ادارې مشر ويلي، هغه کسان دې ځانونه قرنطين کړي کوم له ياد وزير سره يې تيرو ۲۴ ساعتو کې نږدې اړيکې لرلې.
تيره اونۍ پيټر ډاټون د امريکا لوی څارنوال په ګډون يې د ډونالډ ټرمپ له لور ايوانکا ټرمپ سره هم ليدلي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service