د افغانستان د جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د استرالیا د نوي سفیر جېفري ټوت باور لیک منلی دی. د استرالیا د سفیر ترڅنګ د قرغېزستان او قطر سفیرانو باور لیګونه هم په جلا جلا تشریفاتي مراسمو کې منل شوي. ولسمشر غني د استرالیا ، قطر او قرغېزستان نویو سفیرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له یادو هېوادونو سره د ښو اړیکو په درلودلو ټینګار کړی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزېرې په اعلامېې کې لیدل کېږي چې ښاغلی ټوت د نړیوالو اړیکو په برخه کې له ډېکڼ پوهنتون څخه ماسټري لري او د دغه وزارت په لوړو بستونو کې یې کار کړی دی
افغانستان او استرالیا له تېرو ۵۰ کلونو راهیسي ډیپلوماتیکې اړیکې لري خو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې تر دې هم اوږد تاریخ لري. د استرالیا حکومت له ۲۰۰۱ کال وروسته له افغانستان سره د شاوخوا یو نیم میلیارد ډالرو مرسته کړې او تر دې ورسته یې هم د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

