Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په اسټرالیا کې افغان ډیپلوماټانو د پارکېنګ له قانون څخه سرغړونې کړي

افغان ډیپلوماټان دموټرو د پارکېنګ له قانون څخه د سرغړونکو په لېست کې دویم ځای لري او باید د اسټرالیا حکومت ته شاوخوا ۳۴۰۰ ډالره جریمه ورکړي.

Embassy Of Islamic Republic Of Afghanistan
Source: Google Map

د استرالیا د پلازمېنې د حکومت لخوا خپور شوی سند ښيي چې بهرنیو ډیپلوماتانو د موټرو د پارکېنګ له قانون څخه ۴۲۳ سرغړونې کړي او شاوخوا ۶۰ زره ډالره قرضداره دي.

د اې بي سي شبکې، په خبر کې راغلي چې د روسیې هېواد ډیپلوماټانو تر ټولو زیاتې سرغړونې کړي او شاوخوا ۲۳ زره ډالره باید د اسټرالیا حکومت ته جریمه ورکړي.

له روسیې وروسته د سلواکیا، افغانستان او رومانیا ډیپلوماټانو د نورو په پرتله د پارکېنګ له قانون څخه ډېرې سرغړونې کړي.

د اسټرالیا د ډیلي مېل ورځپانې خبر ښيي چې په اسټرالیا کې افغان ډیپلوماټان دموټرو د پارکېنګ له قانون څخه د سرغړونکو په لېست کې دویم ځای لري او باید حکومت ته شاوخوا ۳۴۰۰ ډالره جریمه ورکړي.

د ډیپلوماټیک پروتوکول له مخې د پارکېنګ مسول کسان کولای شي، یو ډیپلومات د سرغړونې لپاره جریمه کړي خو محکمه نشي کولای هغه پلي کړي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: ABC Australia



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now