د اسټرالیا د امامانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې د سعودي عربستان لخوا د تېرې جمعې ورځ د ذولحجې د میاشتې لومړی نېټه اعلان شوې نو ځکه د استرالیا د امامانو شورا د شنبې ورځ د عرفات او د یکشنبې ورځ د اختر د لومړۍ ورځې په توګه اعلانوي.
په اعلامیې کې لېدل کېږي چې په استرالیا کې د مسلمانانو د ټولنې یووالي په موخه د اګست د میاشتې ۱۱ نېټه د استرالیا د لوی مفتي لخوا د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې.
د یادولو وړ ده چې د استرالیا د امامانو شورا د روان کال کوچنی اختر له سعودي عربستان څخه یو ورځ وروسته اعلان کړی وو له همدې په استرالیا کې یو شمېر مسلمانان له دغې پریکړې خوښ نه وو خو لوی اختر د نړۍ له نورو اسلامي هېوادونو سره په یوه ورځ لمانځل کېږي.

