د استرالیا د فدرال حکومت خزانه دار جاش فېډېنبرګ تېره ورځ ناوخته د راتلونکو مالي کال لپاره بودیجه اعلان کړه چې په بېلابېلو برخو کې یې بدلونونه په سترګو کېږي او په تېرو لسو کلونو کې به د لومړي ځل لپاره د راتلونکي کال بودیجه د کسر پرځای د بودیجې مازاد ولري.
په بودیجې کې یو ترټولو لوی بدلون د مالیې د کمښت په برخه کې دی یعنې هغه کسان چې په یوه کال کې تر ۱۲۶ زره ډالرو پورې عاید لري په یوه کال کې ۱۰۸۰ ډالره کمه مالیه ورکوي خو که چیرې په یوې کورنۍ کې دوه کسان کار کوي نو هغوی به په کال کې ۲۱۶۰ ډالره کمه مالیه ورکړي. د استرالیا خزانه دار، جاش فېډ ېنبرګ وايي چې د مالیې په برخه کې له دغه بدلون څخه به د استرالیا شاوخوا ۱۰ میلیونه اوسیدونکو ته ګټه ورسیږي او ددې ترڅنګ به له ۲۰۲۴ کال وروسته هغو کسانو ته هم ګټه ورسیږي چې په یوه کال کې د ۴۵ او ۲۰۰ زره ډالرو ترمېنځ عاید لري یعنې دوی به په هرو سلو ډالرو کې د ۳۲ اعشاریه ۵ ډالرو پرځای په هرو سلو ډلرو کې ۳۰ ډالره مالیه ورکوي. د مالیه ورکونکو ترڅنګ به هغه کوچني کاروباریان هم کمه مالیه ورکوي چې په یوه کال کې یې د کاروبار ټوله راکړه ورکړه ۱۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي او یا هم د ۱۰ او ۵۰ میلیونه ډالرو ترمېنځ په یوه کال کې کاروبار لري.
د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ د مالي کال په بودیجې کې بسنټیزو او اوږمهاله اقتصادي پروګرامونه ته هم پاملرنه شوې ده. جاش فېډ ېنبرګ زیاتوي، د ملبورن او جیلانګ تر مېنځ د چټک ریل پروژې لپاره یې په بودیجې کې ۲ میلیارده ډالره په پام کې نیولي دي. همدا راز د هغو مسافرو د موټرو د پارکینګونو لپاره هم ۵۰۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې له عامه ټرانسپورت څخه کار اخلي او خپلو کارونو ته په بسونو او یا ریل ګاډو کې سفر ترسره کوي.
د راتلونکي مالي کال په بودیجې کې د مالیې او بنسټیزو پروژو ترڅنګ د بومي استرالیایانو د زده کړو لپاره هم شاوخوا ۲۷۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي ترڅو د بومي او غیر بومي استرالیایانو ترمنځ فاصله له مېنځه یوړل شي او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سکالرشېپونه ورکړل شي او همدا راز ښونکي وهڅول شي ترڅو کوچنیو ښارونو او کلیو ته ولاړ شي او خلکو ته د خدمت چارې پرمخ یوسي.
په بودیجې کې د تعلیم ترڅنګ روغتیایي برخو ته هم پاملرنه شوې. د بیلګې په توګه، د لوی عمر لرونکو د مرکزونو د کیفیت او سهولتونو د لوړوالي لپاره په راتلونکو ۵ کلونو کې ۷۲۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره چې د ناروغانو د پاملرنې چارې په لاس کې لري ۸۴ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې. همدا راز د رواني خدمتونو د څانګې د پیاوړتیا لپاره شاخوا ۲۳۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي او په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې دارو هم ناروغانو ته د ۶ اعشاریه ۵ ډالرو په بیه ورکول کیږي پداسې حال کې چې یوه دوره دواه په اصل کې ۱۲۰ زره ډالره لګښت لري.
د ۲۰۱۹ کال په بودیجې کې د عامه رسنیو لپاره په راتلونکو څلورو کلونو کې ۴ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې شوې چې له دغې ډلې څخه ۳ اعشاریه ۲ میلیارده د ای بي سي او ۸۸۷ میلیونه ډالره اس بي اس شبکې لپاره په پام کې نیول شوي.
د راتلونکي مالي کال د بودیجې له اعلان وروسته یو شمېر ډلو له بدلونونو څخه هرکلی کړی او د راتلونکي کال په بودیجې کې بدلونونه یې د استرالیا د اقتصاد په ګټه بللي خو د لېبر او ګرین ګوندونه په ګډون یو شمیر نور د حکومت لخوا د بودیجې پر اعلان انتقاد لري او له بدلونونو څخه خوښ ندي. د کرین ګوند مشر ریچارډ دی نټالي وايي، په بودیجې کې د بې کوره او بې روزګاره کسانو ستونزې ته هېڅ پاملرنه نده شوې او که چیرې په راتلونکو ټاکنو کې لېبر ګوند وګټله نو دوی به ورڅخه غوښتنه وکړي ترڅو د بې روزګاره کسانو لپاره په اوونۍ کې ۷۵ ډالره مرسته زیاته کړي.

