Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیلېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانستان او پاکستان وروسته د سولې خبرو لپاره قطر ته رسیدلی دی.

Afghanistan
Source: Al Jazeera

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان او پاکستان وروسته قطر ته سفر ترسره کړی.

نوموړي پر خپله ټویټر پانه لیکلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان ، د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او یو شمېر نورو چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه خبرې ترسره کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د سولې په تړاو په ټویټر کې لیکلي چې د سولې خبرې به نن د قطر په وخت په لسو بجو د امریکا او طالبانو ترمنځ پیل شي.

د امریکا او طالبانو سره د نن ورځې خبرې مهمې بلل کېږي او ګمان کېږي چې دا ځل به د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې پایله ولري.

پداسې حال کې چې تراوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ کومه پریکړه نده شوې ، امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د سولې له هوکړې سره به خپل ۶ زره سرتیري له افغانستان څخه وباسي او د امریکا د سرتیرو شمېر به ۸ زره کسانو ته را ښکته شي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now