Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لومړی وزير: مسلمانانو اسټراليا کې تر ټولو ښه مثال قايم کړ او له قربانيو څخه يې مننه کووم

د اسټراليا لومړي وزير خپل اختريز پيغام کې له مسلمانانو مننه وکړه او د شته قوانينو پلي کولو برخه کې يې ترې همکارۍ غوښتنه وکړه

Prime Minister Scott Morrison
Prime Minister Scott Morrison Source: Supplied
اسټراليا کې د کرونا ويبا له امله پر ټولو مذهبي غونډو بنديز لګيدلی او لکه نورو مذاهبو عبادت ځايونو په څير د مسلمانانو جوماتونه هم تړلي دي.د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن خپل اختريز پيغام کې له مسلمانانو سره پدې سخت وخت کې ځان يوشان وباله او له هغوی يې مننه وکړه.ښاغلي موريسن وويل: په ټولو مذاهبو کې بيا مذهبي فيستيوالونه او لمانځنې ډير ارزښت لري، او ما لپاره او هم ټولو مسلمانانو لپاره ب کوچني اختر لمانځل هم همداسې معنی لري.لکه نورو غونډو په څير سږ کال د اختر لمانځلو بڼه هم بدله شې او کويډ ۱۰ له امله ډير بنديزونه رامينځته شوي.ښاغلی موريسن وايي، زه پوهيږم لکه نورو اسټراليايانو مسلمانانو اسټراليايانو هم پدې وروستيو کې ډيره قرباني ورکړې، حال داچې جوماتونه، کليساوې او نور عبادت ځايونه تړل شوي، او ډليز لمونځونه نه کيږي، حتی جنازو مراسيم هم پخوا په څير نه ترسره کيږي، ودونه نه کيږي او خلک حتی حج ته نشي تللی.. زه پوهيږم چې تاسو دا هر څه کول غوښتل اما اوس يې نشئ کولی.. دا اصل کې دا په ګوته کوي چې تاسې خپل مذهب سره قرباني ورکولو برخه کې مينه لرئ."سږ کال د اختر لمانځل توپير کوي او زما پيغام هم ندی بدل شوی.. زما پيغام د اميد دی او اسټراليا کې لدې پيغام سره ژوند کوو او بيا عين وخت کې د نړۍ نورو ډيرو هيوادونو پر پرتله مونږ کرونا ويروس پر وړاندي ګټونکي يو، ولې بيا هم لار اوږده ده."ښاغلی وايي، " زه اسټراليا کې له ټولو ټولنو څخه چې هغوی کې مسلمانان هم شامله دي غواړم ترڅو دې له يو بل سره نږدې اوسي. که مونږ کار کوو او فيزيکي فاصله غوره کوو، يا خپل لاسونه پريمينځو او بل مهمه داچې که د COVIDSAFE app ډاونلوډ کوو نو لدې سره تاسې خپل اختر ولمانځئ.ښاغلي سکاټ موريسن مسلمانانو ته وويل، زه ستاسو پر قربانی شک نه لرم او ستاسو قربانی ورکولو لپاره مننه کووم او مونږ به راتلونکو اونيو او مياشتو کې په ګډه سره کار کوو."زه غواړم ترڅو سږ کال ښه کوچنۍ اختر له کورنيو او دوستانو سره ولرئ او زه اسټراليا کې له ټولو مسلمانانو مننه کووم چې اسټراليا ته يې خپل ټول مهارتونه راوړي او اسټراليا کې مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايم.

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now