د اسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي، ملت ته په خپله لومړۍ وینا کې له اسټرالیایانو وغوښتل چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله رامینځته شوي "نامعلوم وخت" کې "خپله برخه ترسره کړي".
د هرمز تنګي د بندېدو له امله د اقتصادي اغېزو د زیاتېدو په حال کې، د لومړي وزیر له مخکې ثبت شوې وینا د چهارشنبې په ماښام ۷ بجې په ټوله هېواد کې خپره شوه.
لومړي وزیر د نړۍ د تیلو رسولو په لړۍ کې ګډوډي چې د خامو تیلو د بېو د لوړوالي سبب شوې، د بحران په توګه نومول رد کړي دي.
ملت ته د انتوني النیزي وینا دلته لیدلی شئ:
البنیزي د اړیکو د هغه نادره کارول شوي میتود لپاره دود مات کړی دی، کوم چې معمولا د لویو ملي پرمختګونو لکه د عراق په جګړه کې د ښکیلتیا اعلانولو لپاره کارول کیږي.
هغه د خپلې وینا په پیل کې وویل: "زما ګرانو اسټرالیایانو، په طبعي ډول موږ یو خوشبینه هېواد یو. خو زه پوهېږم چې اوس مهال مثبت پاتې کېدل سخت دي."
"په منځني ختیځ کې جګړې د پټرولو او ډیزلو په بیو کې په تاریخ کې تر ټولو لوی زیاتوالی راوستی دی. اسټرالیا په دې جګړه کې فعاله برخه نه لري."
"خو ټول اسټرالیایان د دې له امله لوړو قیمتونو سره مخ دي."
په دې وینا کې هیڅ نوې پریکړه شامل نه وه؛ پر ځای یې هغه اعلانونه بیا تکرار شوي چې په تیرو څو ورځو کې شوي وو
په دې کې د سونګ توکو د امنیت ملي پلان شامل دی چې د دوشنبې په ورځ د ملي کابینې لخوا تصویب شو.
د دغه پلان له مخې د راتلونکو د ریو میاشتو لپاره د تیلو په محصول کې ۵۰ سلنه تخفیف شامل دی.
هغه اسټرالیایانو ته لارښوونه وکړه چې د ایسټر رخصتیو ته لاړ شي، خو هرچېرې چې ممکن وي تېل وسپموي او د دې ننګونکو وختونو د تېرېدو پرمهال «خپله برخه ترسره کړي».
البنیزي ویلي: "کله چې سړک ته ځئ، نو له اړتیا څخه ډیر تیل مه اخلئ، یوازې د موټر ټانکۍ دومره ډکه کړئ څومره یې چې تاسو په معمولا ډول سره کوئ. په خپله ټولنه کې د نورو په اړه فکر وکړئ، هغه کسان چې په لرې پرتو سیمو سیمو کې ژوند کوي او حیاتي صنعتونو کې کار کوي."
" او په راتلونکو اوونیو کې، که کولی شئ کار ته د اورګاډي، بس یا ټرام له لارې لاړ شئ، نو همداسې وکړئ."
هغه ومنله چې اقتصادي ټکانونه "به له زموږ سره د څو میاشتو لپاره وي".
یوې سرچینې اس بي اس نیوز ته ویلي چې د تیلو محدودیتونه سمدستي نه دي، پر ځای یې د رضاکارانه اقدامونو غوښتنه شوې، خو وضعیت خورا نازک دی.
یوه نادره وینا چې د بحران د وختونو لپاره خوندي شوې
دا وینا له تېرو څو ویناوو سره په بشپړ ډول توپیر لري، وروستۍ ځل په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا پخواني لومړي وزیر سکاټ موریسن ملت ته وینا کړې و.
د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ میاشت کې پخواني لومړي وزیر کیوین راډ له دې میتود څخه د بومیانو غلا شوي ملت ته د بښنې لپاره کار اخیستی و.
او په ۲۰۰۳ کال کې پخواني لومړي وزیر، جان هاورډ ملت ته د عراق په جګړې کې د ګډون اعلان کړی و.
تمه کېږي چې البنیزي به د پنجشنبې په ورځ، کله چې په ملي مطبوعاتي کلپ کې څرګندېږي، د اسټرالیا د موقف او د اقتصادي رکود د امکان په اړه نورې پوښتنې ځواب کړي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

