د آسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البنیزي الوتکې وروسته له هغه په امریکا کې بیړنۍ ناسته کړې چې د آسټرالیا د هوايي ځواکونو (RAAF) یو غړی له طبي حالت سره مخ شو.
الوتکه چې له واشنګټن څخه آسټرالیا ته روانه و، د امریکا د میسوري ایالت په سېنټ لویس ښار کې یې بېړنۍ ناسته کړې.
د آسټرالیا د هواي ځواک د غړي ټپ، د احتمالي دماغي سکتې په توګه ارزول شوی او د درملنې لپاره په سېنټ لویس کې روغتون ته وړل شوی.
د هوايي ځواک غړی، د لومړي وزیر د شخصي عملې غړی نه دی.
د لومړي وزیر الوتکه اوس د تیلو ډکولو په حال کې ده او بېرته به آسټرالیا ته خپل سفر ته ادامه ورکړي.
البنیزي له ډونالډ ټرمپ سره د لیدو لپاره متحده ایالاتو ته سفر کړی و.
د دواړو هېوادونو مشرانو د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې سره ولیدل ترڅو د سوداګرۍ، نادره منرالونو او آسټرالیا ته د ډونالډ ټرمپ د ممکنه سفر په اړه خبرې وکړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

