په ټوله آسترالیا کې په اوسط ډول هره اوونۍ یوه ښځه د خپل ژوند د ملګري له خوا وژل کیږي. مګر په یوې اوونۍ کې د دریو ښځو وژنې اندېښنې را پارولي دي.
کریسټین ریکیک، امیرا مغنیه او په شمالي سیمه کې یوه ښځه په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي وروستۍ قربانیانې دي.
پداسې حال کې چې ورستیو کورنیو تاوتریخوالو اندېښنې راپارولي، د نیو ساوت وېلز ایالت پولیس وايي یو شمېر کسان کې د کورنیو تاوتریخوالي په تور نیولي دي.
د نیو ساوت وېلز ایالت پولیسو د عملیاتو په لړ کې ۵۹۲ کسان نیولي او په ۱۱۰۷ سرغړونو یې تورن کړي دي.
په تورنو کسانو یو شمېر د غېر قانوني وسلو او مخدره توکو په درلودلو هم تورن شوي دي.
په یادو عملیاتو کې پولیسو ۲۲ میله تفنګچې، ۴۰ میله نوره ناقانونه وسله او مخدره توکي نیولي دي.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور
شریکول



