بشير ظهير د اسټراليا سيدني ښار اوسيدونکی وه او د ټولنې له فعاله غړو شمير کيده.
د اسټراليا سيدني ښار مرکز کې ۴۴ کلن بشير د اپارتمان منيجر وه او نن سهار له يو بل کس سره لفظي شخړې وروسته نوموړی په چاړه څو وارې ووهل شو او د بريد ځای کې يې ساه ورکړه.
د بشير د کورنۍ غړی سمير وايي، ظهير له افغانستان څخه د هند له لارې اسټراليا ته راغلی او له تيرو ۱۵ کلونو راهيسې يې په همدې اپارتمان کې ژوند او کار کاوه.
د پيښې ځای کې د افغانانو ټولنې او هم د مرحوم کورنۍ غړي راټول شوي.
د پوليسو مرستيال Sean Heaney خبريالانو ته وويل، ياد بريد ډيرو خلکو پر خپلو سترګو ليدلی او تاسې دا حس کولی شئ چې دا څومره غميزه پيښه وه.
ويل کيږي چې بريدګر له وژل شوي افغان سره پيژندل او له لفظي شخړې وروسته يې پرې له چاړه سره بريد وکړ او هغه يې وواژه.
پوليس د پيښې د سيمې کامرې او نورو شواهدو پلټنه کوي او د پوليسو په وينا بريدګر له بريد وروسته په يو موټر کې د پيښې له ځايه تښتيدلې او پوليس يې په لټه کې دي.
د بشير پر مړينه سيدني ښار کې ميشت افغانان د غم او خپګان اظهار کوي.
نور جزيات وروسته..

