پولیس د سېډني د یوه جومات د سوځولو د ګواښ په اړه پلټنې کوي او د مسلمانانو د ټولنې یو مشر وايي چې اسټرالیايي مسلمانان ځان په خطر کې احساسوي.
دا لیک د چهارشنبې په ماښام، د لوېدیځې سېډني په زړه کې د لکمبا جومات ته رسېدلی دی.
دا دویم ګواښونکی لیک دی چې ادعا کیږي په تېرو لسو ورځو کې دغه جومات ته لیږل شوی دی. مخکې له دې، د جنورۍ په وروستیو کې یو ۷۰ کلن سړی د مرګ یا جدي جسماني زیان ګواښونکو اسناد په لیږلو تورن شوی و.
د نیو ساوت ویلز ایالت لومړي وزیر کریس مینز ویلي چې "په نیو ساوت ویلز کې د نفرت یا ډار لپاره هیڅ ځای نشته".
مینز ویلي چې هغه د لبناني مسلمانانو ټولنې سره خبرې کړې ترڅو د جومات له ګواښونو وروسته خپل ملاتړ څرګند کړي.
منز د چهارشنبې په ماښام په یوې اعلامیې کې ویلي: "خلک باید وکولی شي پرته له وېرې او ګواښ څخه عبادت وکړي. دغه موضوع د نیو ساوت ویلز پولیسو ته راجع شوې او اوس پرې پلټنې روانې دي،"
د پولیسو یوه ویاند ویلي چې لیک د تفتیش کوونکو لاس ته ورغلی او د پلټنې لپاره به یې عدلي معاینه وشي.
د لبناني مسلمانانو د ټولنې سکرتر جمال خیر ویلي چې دغه ګواښ یوه جلا پېښه نه ده.
هغه د اس بي اس عربي پروګرام سره په خبرو کې ویلي: "دا په تېرو لسو ورځو کې دویم ګواښ دی چې موږ ترلاسه کړی دی. څو جوماتونه لا مخکې له مخکې په نښه شوي دي. موږ ته د هدېرې په دروازه کې د خنزیر سرونه هم غورځول شوي دي"
"نو دا یوازینۍ خبره نه ده، او زموږ لپاره تر ټولو د اندیښنې وړ خبره دا ده چې د ټولنې د هغو غړو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې موږ سره اړیکه نیسي او وايي چې دوی نور د خوندیتوب احساس نه کوي چې خپل ماشومان ښوونځي ته یوازې ولېږي."
د اسټرالیا د اسلاموفوبیا پېښو د راجستر ادارې په وینا، د سېډني د بونډای له برید وروسته د اسلاموفوبیا پېښې ۷۴۰ سلنه زیاتې شوې دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

