د اسټرالیا د طبي خدماتو یوه کوچنۍ مشورتي کمپنۍ له طالبانو سره په یوه سوداګریزه معامله کې په غلطه توګه پیژندل شوي او ځان يې په اختلاطاتو کې ښکیل موندلی دی.
د طالبانو ویاند قاري سعید خوستي د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وروسته له هغې اعلان وکړ چې د دغه جنګ ځپلي هیواد نوي واکمنانو په افغانستان کې د چرسو د پروسس له یوې فابريکې سره چې د «Cpharm» په نوم ياديږي تړون کړی دی.
هغه وويل چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکو د دغه شرکت له يوه استازي سره د دغه تړون په اړه وکتل.
خوستي په یوه ټویټ کې وویل، “ Cpharm شرکت غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي، چې د چرسو ټول تولیدات به جوړ کړي.
خوستي زياته کړه، نوموړی شرکت په دې برخه کې ۴۳۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي. دا پروژه به په راتلونکو ورځو کې رسماً پیل شي.“
Cpharm، یو کوچنی شرکت چې په میټلینډ، NSW کې میشته دی، له هغه وخت راهیسې د تبصرو لپاره غوښتنې سره مخ شوې او د پنجشنبې په ورځ دې ته اړ شو چې روښانه کړي چې له طالبانو او يا کومې ښکاره معاملې سره هیڅ تړاو نلري.
د Cpharm کمپنۍ مشره جوسي ګابیټس اس بي اس نيوز ته ويلي، "له دې ځایه هیڅوک له چا سره نه دي لیدلي. دا زموږ سره هیڅ تړاو نلري.
"موږ له طالبانو او چرسو سره هیڅ تړاو نه لرو. او موږ نه پوهیږو چې دا له کوم ځای څخه راغلی دی. زموږ او د طالبانو تر منځ هیڅ اړیکه نشته.
آغلې ګابیټس وویل، "موږ چرس نلرو. موږ هیڅ محصول نه لرو، موږ هیڅ شی نه تولیدوو.
"موږ د درملو شرکتونو ته مشوره ورکوو. موږ محصول نه لرو، موږ تولید نه کوو، موږ نه ویشو.
آسټرالیا د طالبانو د بندیزونو رژیم لري چې "نامزد اشخاصو یا ادارو" ته د شتمنیو په ورکولو محدودیتونه وضع کوي.
اسټراليا د طالبانو پر افرادو او هم ادارو بنديزونه لګولي او چاته اجازه نه ورکوي ترڅو هغوی ته وسايل ورکړي.
اس بي اس له ښاغلي خوستي څخه يادې مسلې سپيناوي غوښتنه کړې.