دا مهال د اسټراليا کريکټ ملي لوبډله په جنوبي افريقا کې د ټيسټ لوبې کوي ولې وروستی ټيسټ لوبه کې دريو اسټراليايي کريکټ لوبغاړو پلان جوړ کړ چې درغلي وکړي او د لوبې دوران کې د توپ رقم بدل کړي ترڅو لوبه پر خپل ګټه پای ته ورسوي.
کله چې اسټرليايي لوبغاړي د لوبې دوران کې د توپ بڼه بدلوله نو دا حال په کمرې کې په ژوندۍ بڼه وليدل شو او له لوبې وروسته د يادې پيښې پلټنه وشوه چې پای کې يې درې ملي لوبغاړي پړ وګڼل شول او له جنوي افريقا څخه بيرته اسټراليا ته واستول شول.
په دريو لوبغاړو کې لوبډلمشر Steve Smith د هغه مرستيال David Warner او بل لوبغاړی Cameron Bancroft شامله دي.
پر درې واړو لوبغاړو نقدي جريمو تر څنګ ۱۲ مياشتو لپاره د اسټراليا لخوا کريکټ لوبو کې لوبيدو بنديز ولګيد.
Steve Smith او David Warner به هيڅکله هم د اسټراليا لوبډلمشري ونه کړي.
د اسټراليا دوه لوبغاړي چې د هند IPL کې هم لوبډلمشري په غاړه درلوده له هغې څخه يې هم استعفا ورکړه.
د هند پريمير ليګ هم يادو دوو لوبغاړو ته لوبيدو اجازه نه ورکوي او هر يو لوبغاړی به ۲.۴ ميليونه ډالر له لاسه ورکوي.
ياد دوه وتلي لوبغاړي به د ۲ او ۱.۴ ميليونو ډالرو اسټراليايي قرارداونه هم له لاسه ورکړي او د ددې سربيره لويو کمپنيو چې له يادو لوبغاړو سره قراردادونه لرل هغو خپل قراردادونه لغوه کړي.

