SKIP TO MAIN CONTENT

پر پاکستاني کريکټ لوبغاړو افغان پريمير ليګ کې لوبيدو بنديز

د پاکستان کريکټ بورډ پر هغو لوبغاړو افغان پريمير ليګ کې لوبيدو بنديز لګولی کوم چې د پاکستان کريکټ ټيم بر حاله لوبغاړي دي.

Mohammad Amir (centre) of Pakistan celebrates after dismissing Usman Khawaja of Australia
Mohammad Amir (centre) of Pakistan celebrates after dismissing Usman Khawaja of Australia during the third One Day International between Australia and Pakistan. Source: AAP

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Skip to article content

افغان پريمير ليګ اوکتوربر مياشت کې پيليږي او دوه ځانګړو لوبغاړو هر يو کامران اکمل او محمد عرفان کريکټ بورډ ته شکايت ليک استولی او ورڅخه يې افغان ليک کې لوبيدو اجازه غوښتې.

پاکستاني لوبغاړي وايي چې دوی ته افغان پريمير ليګ کې نه لوبيدو وجه دې د پاکستان کريکټ بورډ څرګنده کړي او د پاکستاني لوبغاړو منع کول د لوبغاړو په نقصان تماميږي.

د پاکستان کريکټ بورډ وايي چې يوازې تقاعد شوي لوبغاړي کولی شي چې د افغان پريمير ليګ لوبو کې ولوبيږي.

د پاکستان کريکټ بورډ پريکړې څخه وهاب رياض، سهيل تنوير، فهيم اشرف،محمد حفيظ، کامران اکمل او افتخار احمد ته افغان پريمير ليګ کې لوبيدو اجازه نده ورکړل شوې او يواځې شاهد افريدي ته اجازه ورکړل شوې.

داچې د پاکستان کريکټ بورد يادو لوبغاړو غوښتنې ته مثبت ځواب وايي او که نه دا به راتلونکې کې څرګنده شي.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now