د کرونا خپريدو مخنيوي لپاره جوماتو کې پر لمونځ کولو محدوديت ولګيد

د نړۍ ګڼ شمير هيوادو کې پر ډله ايزو ناستو او يا محفلونو بنديز ولګيد.

Muslims answer the call to pray at Hagley Park, opposite the Al Noor Mosque, one of the mosques hit by a gunman, Christchurch, New Zealand.

Muslims answer the call to pray at Hagley Park, opposite the Al Noor Mosque. Source: SNPA

کرونا وايروس ټوله نړۍ کې د خلکو ورځنی ژوند اغيزمن کړی او ورځ تر بلې د مبتلا کسانو او مړينې شمير په لوړيدو دی.

مينځني ختيځ هيوادو علماوو اعلان وکړ چې جوماتونو او نورو ځايونو کې چې ډله ايز لمونځونو کيږي پر هغو ټولو بنديز لګوي ترڅو د کرونا وايروس خپريدو مخه ونيول شي.

کويټ کې د جمعې لمانځه لپاره له ممبر څخه پر مسلمانانو غږ وشو ترڅو دې خپل لمونځ کور کې وکړي او جومات ته دې نه راځي.

مينځني ختيځ ځينو نورو هيوادو هم له مسلمانانو غوښتي ترڅو دې خپل لمونځونه په کورونو کې وکړي.

بله خوا بيت المقدس جومات چارواکو له مسلمانانو غوښتي ترڅو دې خپل لمونځونه له جومات څخه بهر وکړي او جومات کې دننه د ډيرو مسلمانانو راټوليدو باندې بنديز لګول شوی.

بيا ايران هغه يواځينی هيواد چې په کوم کې چې ډير لوړ پوړي چارواکي پر کرونا مبتلا شوي.

د ولسمشر مرستيال، د کابينې وزيران، د پارلمان غړي، د سپاه پاسداران غړي او هم د روغتيا برخې کارکوونکي پر کرونا مبتلا شوي.

ايران کې ۱۰۰۰۰ کسان پر کرونا مبتلا دي او ۴۰۰ نورو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ايټاليا کې بيا ۱۲۶۶ کسان کرونا وژلي او ۱۷۶۶۰ نور پر کرونا مبتلا دي.

امريکا او د نړۍ ځينو نورو هيوادو بيړنۍ حالت اعلان کړ ترڅو روغتيا برخې چارواکو ته لا ډير واک او اسانتياوې ورکړي چې د کرونا وايروس مخنيوي لپاره کار وکړي.

اسټراليا کې دا مهال ۲۰۰ کسان پر کرونا مبتلا دي او درې کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د نړۍ سترې سپورتي لوبې لغوه شوي او لويو کمپنيو خپلو کاريګرو ته له کور څخه کار کولو امر کړی.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service