Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لومړي وزير د کوچني اختر مبارکۍ پيغام

د اسټراليا لومړي وزير د يوې اعلاميې په خپرولو سره ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ويلې. پيغام يې لاندې ولولئ.

Prime Minister Scott Morrison
Prime Minister Scott Morrison Source: Prime Minister's Office

اختر مو مبارک شه!

زه خوښ يم چې د کوچني اختر لپاره خپل خوښي او هيلې مسلمانانو ټولنې ته وړاندې کووم.

له يوې مياشتې عبادت او هم قربانۍ وروسته د کوچني اختر لمانځل داسې دي لکه چې هم مو بدن او هم ذهن دواړه خوښي لمانځي.

د روژې مبارکې مياشتې پای سره مونږ خپل نعمتونو ادا کړل او هم مو له يو بل څخه قوت او مينه ترلاسه کړه.

له شک پرته سږ کال چې اختر لمانځئ نو د ۲۰۲۰ کال هغه وخت به مو په ياد وي چې اخترونه کورونو کې ولمانځل شول او محدوديتونه موجود ول او اصل کې په ټوله نړۍ کې جشنونه په ټپه دريدلي ول.

زه اسټراليا کې له مسلمانانو ټولنې څخه مننه کووم چې هم د کرونا ويروس بد حالت کې او هم اوس وخت کې له زغم او مهربانۍ څخه کار اخيستئ او اخلي.

داچې مونږ ۲۰۲۱ کال کې يو نو خپل دودونو او هم مذهبي کړنو ته بايد له نوي نظر سره وګورو او له پاک او نوي زړه سره يې بايد يو ځل بيا هرکلی وکړو.

مونږ ټولنه کې له ايمان څخه ځواک او توان ترلاسه کوو او ټولنه کې له يو بل څخه ارزښتونه ترلاسه کوو.

اسټراليا کې د واکيسن ملي پروګرام کې په خوندي شکل ګډون سره مو کولی شو خپل راتلونکی خوندي کړو، او هم خپلو کورنيو، خپلوانو، ټولنې او ټوله کې اسټراليا ښه راتلونکی جوړ کړو.

کوچني اختر کې له اسټراليا کې له مسلمانانو ټولنې څخه مننه کووم او خوښ يم چې د اختر په ميلو کې تاسې ازاد او ښکاره ګډون کوئ.

 

عالیجناب اسکات موریسن د پارلمان غړی 

د اسټراليا لومړی وزير

می ۲۰۲۱


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now