د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن ټولو مسلمانانو ته د روژې مياشت رارسيدو لپاره مبارکي ورکړې او مبارکۍ پيغام کې په اسټراليا کې له ميشتو مسلمانانو يې مننه کړې. د لومړي وزير پيغام کې راغلي چې مسلمانانو خپل دود او مذهب سره يې اسټراليايي ټولنه غني کړې.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د روژې مبارکۍ پيغام
زه خپل تاوده سلامونه ټولو هغو ته وړاندې کووم کوم چې ۲۰۲۱ کال کې روژه نيسي.
پدې مبارکه مياشت کې په ټوله نړۍ کې مسلمانان خپل د مذهب اساساتو ته راګرځي او نوی قوت پيدا کوي. ډيسپلين کې تاسې زغم پيدا کوئ او روژې نيولو سره سخاوت.
اسټراليا کې همدا دود ساتل او شريکولو سره تاسې اسټراليايي ټولنه په پراخه کچه غني کوئ.
لکه نورو شيانو، تير کال روژې ډير توپير درلود او سږ کال به هم د کوويډ-۱۹ له وجې توپير ولري.
مسلمانې ټولنې چې په سخت وخت کې يې ننګونو سره ښه چلند وکړ د هغوی همکارۍ لپاره زه له هغوی ډير خوښ يم او ورته ډير درناوی لرم.
د کوويډ-۱۹ پر وړاندې د اسټراليا ملي ستراتيژی څخه تاسو له زړه ملاتړ کړی، او زمونږ هيواد لپاره او ستاسو خپلو ملګرو اسټراليايانو لپاره ستاسو قربانيو څخه زه له زړه مننه کووم.
ستاسو هلو ځلو، رحم او نورو ته پام کول ډير ښه بدلون راوستی او دې لپاره له تاسو مننه کووم.
سږ کال مونږ د خوندي او ګټور واکسين شتون سره خپل راتلونکي ته له ډاډ سره ګورو او خپل پر کلک، زغملي، او ټول شموله هيواد باندې باور لرم چې په ګډه به لدې حالت څخه بهر کيږو او بيرته به هغو شيانو ته ګرځو کوم چې مونږ ته ډير نږدې دي.
ټولو هغو کسانو لپاره چې روژه لمانځي، تاسې تازه اوسئ، الهام ترلاسه کړئ.
روژه مو مبارک شه

