روان کال اپريل مياشت وروسته د اسټراليا ډيرو ښارونو ته د الوتکو ټکټ نيم بيعه کيږي

د اسټراليا فدرال حکومت له سياحت برخې سره مرستې په موخه يې ۱.۲ ميلياردو ډالرو مرستې اعلان وکړ ترڅو د اسټراليا داخلي سياحت برخې ته وده ورکړي.

The Whitsundays in Queensland is one of the destinations included on the list of sites eligible for discounted flights.

The Whitsundays in Queensland is one of the destinations included on the list of sites eligible for discounted flights. Source: Visit Whitsundays, Queensland, Australia

اسټراليا کې داخلي سياحت برخې ودې لپاره حکومت به د الوتنو ټکټ قيمت کې تر نيمايي کمی راولي ترڅو خلک وهڅوي چې د اسټراليا نورو ښارونو ته سفر وکړي.

د حکومت دا ګام د هوايي شرکتونو له تود هرکلي سره مخ شوی، قانتس او ويرجن اسټراليا هوايي شرکتونو د لا ډيرو الوتنو چمتوالي خبر ورکړ.

سره لدې چې د حکومت دا ګام د هوايي شرکتونو لخوا وستايل شو ولې د سياحت برخې ځينو کاروبارونو بيا د حکومت پر ياد پلان نيوکې کړي او وايي دا مرستې بسنه نه کوي.

لومړي وزير سکاټ موريسن بيا د حکومت ياد پلان پر وړاندې نيوکې رد کړي او ويلي دي چې هوايي شرکتونو ته به ۸۰۰،۰۰۰ ډالر ورکوي ترڅو خپل ټکټونو نرخ تر نيمايي راښکته کړي.

د اسټراليا حکومت د روانې مياشتې په پای کې د جاب کيپرز پيسو مرسته بندوي او نوې تګلارې له مخه به د سياحت برخې ډير کار کوونکي يو ځل بيا په کار شي.

د Flight Centre سفر او سياحت خدماتو ادارې مشر ګراهام ترنر وايي، د حکومت لخوا ۱.۲ ميليادو ډالرو مرسته به يوازې د سياحت يوې کوچنۍ برخې ته ګټه ورسوي.

ښاغلی وايي، تر هغه چې د اسټراليا دننه او هم بهر پولې پرانيستل شوي نه وي د سياحت برخې ستونزې به پر خپل ځای وي.
د حکومت لخوا ۸۰۰ زرو ډالرو مرستې له مخه ټاکل شوو ځايونو ته سفر کولو ټکټ نرخ کې تر ۵۰ سلنه کمی راوستل کيږي او اسټراليايان به وشي کولی له اپريل مياشت ۱ څخه تر جولای مياشت  ۳۱ نيټې سفر وکړي او ارزانه ټکټونه وپيري.
International flights into Melbourne to resume from the 8th of April.
International flights into Melbourne to resume from the 8th of April. Source: AAP
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د الوتنو ټکټ نرخ کمول به نه يوازې سياحت برخې کاروبارونو سره مرسته بلکې په پراخه کچه کاروبارونو سره هم مرسته کوي.

لومړی وزير داسې اټکل کوي چې د اسټراليا پولې به د روان کال اوکتوبر مياشت کې پرانيزي ولې دا يوازې يو اټکل دی او وخت سره به پر يادې موضوع پريکړه وشي.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service