اسټراليا ته راغلي کډوال د سياسي لوبو ښکار دي

اسټراليا کې د کډوالو په ملاتړ لاريونونه ترسره شول. دا لاريونونه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د امريکا ولسمشر ددې خبرې پخلی کړی چې امريکا به د کډوالو تبادلې هغه هوکړې درناوې کوي کوم چې د امريکا پخواني ولسمشر باراک اوباما او اسټراليا لومړي وزير مالکوم ټرنبل ترمينځ د کډوالو تبادلې لپاره لاسليک شوې وه.

US and Australia refugee deal

Source: SBS

د يادې هوکړې له مخه به امريکا د اسټراليا له توقيف ځايو څخه ۱۲۵۰ کډوال امريکا کې ميشتوي او په بدل کې به يې اسټراليا له جنوبي امريکا څخه امريکا ته راغلي کډوال اسټراليا کې ميشتوي.

 

ياده هوکړه له هغه ورسته تر پوښتنې لاندې راغله کله چې د اسټراليا لومړي وزير له ډونالډ ټرمپ سره پر ټليفون خبرې وکړې نو د دواړو مشرانو تر مينځ خبرې تندې وې او د ځينو رسنيو رپوټونو له مخه ويل شوي چې حتی د دواړو مشرانو ۱ ساعت د خبرو ټاکل شوی وخت ۲۵ دقيقو ته راتيټ شو.

 

سره لدې چې امريکايي چارواکي وايي چې ډونالډ ټرمپ يادې هوکړې ته درناوې لري ولې  ډونالډ ټرمپ خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي ول چې ياد تړون يو بد تړون دی او ښاغلی ټرمپ به د ياد تړون څيړنه کوي.

 

د اسټراليا فدرال حکومت وايي چې د اسټراليا د کډوالو طی مراحل په مانوس ايلنډ او نارو کې جريان لري ولې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې امريکا ويلي دوی به د کډوالو چک کولو تر ټولو سخته تګلار غوره کړي او  ډير زير سره به کډوالو کتنه کيږي مخکې لدې چې امريکا کې ميشت شي.

 سپينه ماڼی وايي د پناه غوښتونکو تړون به له هوکړې سره سم پر مخ وړل کيږي ولې وايي چې دوِی به هر کډوال په اړه ژور تحقيق او پلټنه کوي..

 

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيره وايي چې د نارو توقيف ځي کې د پناه غوښتونکو چک کولو پروسه پر مخ روانه ده.

"دا هغه تړون دی کوم چې د اوباما حکومت وخت کې پرې هوکړه شوې وه او په حقيقت کې د ياد تړون جزياتو باندې بيا مونږ کار کاوه او له پخوا څخه د يادو کډوالو قبلول د امريکايي چارواکو لخوا له يو لړ پلټنې او تحقيق وروسته ترسره کيده".

ولې بله خوا مانوس  ايلنډ کې پناه غوښتونکي وايي چې دوی خپل نا معلوم راتلونکي لپاره انديښمن دي.

 اسټراليايي توقيف ځي مانوس ايلنډ کې ايراني پناي غوښتونکي امر تاغينيا او بيروز بوچاني وايي چې دوی ددې ويره لري چې اخر به دوی له څه سره مخ کيږي.

"هغوی دې ته يو بد تړون وايي نو داسې خبرو اوريدو سره ستاسو ذهن ته ډيرې خبرې راځي او پر تاسو لا ډير فشار اچوي..دلته ټول خپه دي، ټول نا هيلي او هم بې وسه دي، پر خلکو باندې خبر اوس څه اثر نه کوي خلک اوس دې بې خودی احساس کوي، پر مونږ به څه کيږي او د حکومت څه پلان دی"؟

دلته اسټراليا کې د کډوالو حق لپاره بيلابيلو ښارونو کې مظاهرې کيږي د تيرې اونۍ په پای کې لومړی کانبيرا ښار کې لاريون پيل شو بيا سيدني ښار او نورو ښارونو کې هم ورته لارويونونه د کډوالو حق لپاره ترسره شول.

 د يادو مظاهرو يو له جوړوونکو څخه ايون رينتهول وه کوم چې د کډوالو عمل ايتلاف کې کار کاوي.. ښاغلی وايي چې اسټراليايي حکومت دې بايد  په توقيف ځايو کې د کډولو او پناه غوښتونکو مسوليت پرغاړه واخلي .

"دا ناکامي بايد پای ته ورسيږي، نو همدې لپاره ټرمپ دريځ پر کډوالو بنديز لږول دی او دا مهال د امريکا او استراليا ترمينځ د کډوالو تبادلې په اړه ډيرې پوښتنې را برسيره شوي.. يو خوا ليدل کيږي چې دا يوازۍ په نظر کې نيول دي بيا بله خوا د هر کډوال بشپړ چک او تحقيق کيږي دا اصل کې داسې پټې يا شفري خبرې دي کوم چې ښکاره ليدل کيږي چې پر داسې تړونو بايد باور ونه شي.

يادو توقيف ځايو کې کيدای شي د زرګونو په شمير کډوال او پناه غوښتونکي د امريکا سخت قانون له وجې بيرته پاتې شي او دا د منلو ندی".

يوې لاريون کوونکې روګينا پارچيزاده ويل چې اسټراليايي حکوم بايد زړه ور اوسي  او هر رنګه توپيري چلند څخه لرې اوسي.

"تاسې بايد تبعيض پر وړاندې ودريږئ، تاسې بايد د نړۍ ذهنونه بې طرفه کړئ، هلته واړه ماشومانو چې بې ګناه دي هره ورځ بمونو لاندې وژل کيږي او څوک يې پوښتنه هم نه کوي نو هغوې ډير وړ کسان دي ترڅو يو خوندي ځې کې ورته ځای ورکړل شي".

سيندي کې لاريون کوونکو څخه يو مختار جانسيز وه چې دی خپله له سوريي څخه دوه کاله وړاندې اسټراليا ته راغلی.

ښاغلی وايي چې دی دا هيله لري ترڅو په ټوله نړۍ کې کډوال په پراخه کچه ملاتړ ترلاسه کړي، ښاغلی دا خبر داسې وخت کې کوي چې د امريکا ولسمشر پر کډوالو په ځانګړي ډول سوريي کډوالو امريکا ته د ورتګ بنديز ولګوه.

مختار وايي داسې حالت کې بايد د نړۍ نور هيوادونه له سوريي کډوالو سره مرسته وکړي

ښاغلي اس بي اس  سره خبرو دوران کې وويل چې دی هغه څه ځوروي چې نړيوال سوريي وګړو ته په بده سترګه ګوري.

"هغه څه چې سوريي وګړو ته ډير ډير بد ده هغه داچې خلک ورته د ترهه ګرو په سترګه ګوري او دا ډير خطرناکه سوچ دی.

مونږ ترهه ګر نه يو او د اسلام معنی هم سوله ده او نه زمونږ ټولنه ترهه ګره ده".

ښاغلی مختار وايي چې د امريکا له خوا سوريي کډوال په نښه کول ډيرځورونکې ده.

"مونږ دې ډيرې بدې او ليونتوب ته ورته پريکړې څخه خپه يو او مونږ دا پريکړه نه منو. دا مونږ نه يوازې سوريي کډوالو لپاره نه منو بلکې د نړۍ نورو کډوالو لپاره يې هم نه منو، يو نورماله کس هغه هم نورماله حالت کې هيڅ کله خپل هيواد نه پريږدي،مونږ نورو ځايو کې ژوند په لټه کې يو ترڅو خپلو ماشومانو او کورنيو سره په سوله کې ژوند وکړو".



 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Abdullah Alikhil, Sonja Heydeman, Biwa Kwan

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service