Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د جانيخيلو مظاهره کوونکي اسلام آباد پر لور روان دي

خيبرپښتونخوا جانيخيلو کې د څلورو تنکيو ماشومانو وژل کيدو وروسته قهريدلي پښتانه د اسلام آباد پر لور له خپلو مړو سره روان دي او د عدالت غوښتنه کوي.

Janikhel protesters
Source: FB

د خيبرپښتونخوا جانيخيلو سيمه کې د څلورو ماشومانو  ۲۰ ورځو لادرکۍ وروسته د هغوی کورنيو لخوا يې مړي وموندل شول.

د يادو ماشومانو کورنيو غړي وايي، څلور تنکي هلکان چې په ګډه له کوره بهر شوي ول، په ډير بې رحمی سره تر وژل کيدو وروسته په يو وچ خوړ کې تيګو لاندې ښخ شوي ول.

د يادو وژل شوو ماشومانو کورنۍ حکومت پر بې غوری تورنوي او د سيمې امنيت او هدفي وژنو شاته د عاملينو نه پيدا کول يوه تر ټولو لويه ستونزه ګڼي.

د څلورو تنکيو ماشومانو موندل شوي مړي خاورو ته ندي سپارل شوي او دامهال سلګونه پښتانه هڅه کوي ترڅو اسلام آباد ته د مړو وړلو وروسته د حق او عدالت غوښتنه وکړي.

Four children killed in Janikhel
Source: FB

د مشال راډيو خبر له مخه، پوليسو ځای ځای د مظاهرو کوونکو مخې نيولو کوښښ کوي او ځينو ځايونو کې د لويو کانټينرونو پر کيښودلو د مظاهره کوونکو مخه نيول کيږي.

دا مهال مظاهره کوونکي بنو ښار ته رسيدلي.

بله خوا د مشال راډيو خبر له مخه د پښتون ژغورنې ځينو غړو له خولې ويلي، منظور پشتين د پوليسو لخوا نيول شوی او نا معلوم ځای ته وړل شوی.

داسې رپوټونه هم ورکړل چوي چې د پاکستان پارلمان غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ هم د پوليسو لخوا نيول شوی.

د پي ټي ايم مشرانو غوښتل د جانيخيلو مظاهرو کې ګډون په موخه اسلام آباد ته لاړ شي ولې دوی په لاره کې نيول شوي.

له جانيخيلو څخه مظاهرې هغه وخت پيل شوی چې د دولتي چارواکو او عامو خلکو ترمينځ د هدفي وژنو پر سر ناسته بې پايلو پای ته ورسيده.

جانيخيلو کې د ورک شوو ماشومانو مړي تر ۲۰ ورځو بې درکه ول، بله خوا پوليس وايي، د قاتلينو وژنې سبب معلومولو لپاره پلټنه روانه ده.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now