Breaking

سيدني ښار د کرونا ويروس لمن کې، کيدای شي ټول سيدني ښار باندې محدوديتونه ولګول شي

سيدني ښار کې د هند کرونا ويروس ډول يا Delta په بيلابيلو سيمو کې په خلکو کې خپور شوی او حکومت له نن څخه د ياد ښار څلور سيمې بشپړ ډول سره وتړلې. يادو تړل شوو سيمو کې تر يو ميليون اسټراليايان ژوند کوي او نن يې لومړۍ ورځ ده چې پرته له ضروري کارونو دوی له کور څخه بهر نشي وتلی.

Greater Sydney placed into lockdown as state records 12 new locally-acquired coronavirus cases.

Greater Sydney placed into lockdown as state records 12 new locally-acquired coronavirus cases. Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت کې تر پرون شپې ۸ بجو پورې ۲۴ ساعتونو کې ۲۹ پيښې ثبت کړې.

د کومو پيښو شمير چې نن يې ذکر وشو د هغوی په اړه پرون هم چارواکو خبر ورکړی وه ځکه حکومت هره شپه تر ۸ بجو پورې نوې پيښې شماري او بيا سهار د نوو پيښو شمير تر ۸ بجو د تيرې شپې څرګندوي او ترڅنګ يې تر سهاره پورې که نورې نوې پيښې هم شوي وي هغو په اړه يوازې معلومات ورکوي.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشره وايي، دا مهال چې سيدني ښار پر ځينو سيمو محدوديتونه لګيدلي کيدای شي دا کيدای شي نورو سيمو ته وغځيږي.

نن د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکي بيړنۍ ناسته کوي او د کرونا ويروس پيښو کې ډيروالي او د هغې مخنيوي په اړه بحث او خبرې کوي.

دا مهال تړل شوو سيمو څخه لرې په ځينو نورو سيمو کې چې د سيدني ښار لوديځ کې لکه Auburn, Parramatta, Merrylands موقيت لري د کرونا ويروس نوې پيښې موندل شوي.

نيو ساوت ويلز ايالت Woollahra, Waverley, Randwick, City of Sydney سيمو باندې محدوديت لګيدلی او د يادې سيمې اوسيدونکي يوازې ضروري کارونو لپاره له کور څخه بهر وتلو اجازه لري.

تر پرون ۸ بجو شپې پورې ۵۳ زره کسانو کرونا ويرس لپاره معاينه کړې وه.
Members of the public wait to be tested for COVID-19 at a pop up clinic at Bondi Beach in Sydney, Saturday, 26 June, 2021.
Members of the public wait to be tested for COVID-19 at a pop up clinic at Bondi Beach in Sydney, Saturday, 26 June, 2021. Source: AAP
د کرونا ويروس مثبتې پيښې په شمال سمندرغاړو، Auburn, Lakemba او ريل ګاډو کې موندل شوي.


شریکول

خپور شوی په

لخوا Emma Brancatisano

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service