اسټراليا څخه بهرني سفرونه کيدای شي د راتلونکي کال جولای مياشت کې پيل شي

د اسټراليا ملي او تر ټولو لوی هوايي شرکت کانتاس د کرونا ويروس وبا له امله ۴ ميليارد ډالر تاوان کړی.

Qantas is facing a huge financial hole as international flights dry up during the coronavirus pandemic.

Qantas is facing a huge financial hole as international flights dry up during the coronavirus pandemic. Source: AAP

د کانتاس هوايي شرکت مشر الن جايس وايي، داسې نه بريښي له اسټراليا څخه بهرني سفرونه به تر راتلونکي کال جولای مياشت پورې بيرته پيل شي. دا پداسې حال کې ده چې د اسټراليا حکومت هڅه کوي ترڅو تر راتلونکي کال پيل پورې پورې کرونا ويروس لپاره واکسين ترلاسه او پر اسټراليايانو وکاروي.

د کانتاس هوايي شرکت د کرونا وبا له پيل څخه ۴ ميليارد ډالر لږ عايد ترلاسه کړی او ۱۲۴ ميليونه ډالر يې تاوان کړی.
Qantas Group Chief Executive Officer Alan Joyce during a results announcement on Thursday.
Qantas Group Chief Executive Officer Alan Joyce during a results announcement on Thursday. Source: AAP
د کانتاس هوايي شرکت مشر الن جايس وايي، له ۱۰۰ کلونو راهيسې دا لومړی ځل دی چې ياد هوايي شرکت له دومره ستر تاوان سره مخ دی.

د روان کال سيپټمبر مياشت پورې د ياد هوايي شرکت ۴۰۰۰ کار کوونکي له کاره ګوښه کيږي، بله خوا د اسټراليا ايالتونو ترمينځ د پولو تړل هم پر هوايي شرکت فعاليتونو منفي اغيز شيندلې.

کانتاس وايي، کيدای شي د اسټراليا او نيوزيليند هيوادونو ترمينځ الوتنې ژر پيل شي.

 


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا څخه بهرني سفرونه کيدای شي د راتلونکي کال جولای مياشت کې پيل شي | SBS Pashto