قطر د حماس پر مشرانو د اسرایيلو برید "بزدلانه" او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده

حماس تایید کړې چې د دغې وسلوالې ډلې پنځه غړي د اسرایيلو په برید کې وژل شوي دي. په دغه برید کې د قطر د یو امنیتي سرتیري وژنه هم تایید شوې ده.

A plume of smoke rises in Doha at the site of Israel's strike against Hamas' ceasefire negotiation team

Israel launched missile strikes on Doha on Tuesday, saying the attacks targeted senior Hamas leaders, including negotiators involved in Gaza ceasefire talks. Source: AAP / AP

اسراییلو د سه شنبې په ورځ په قطر کې د حماس پر لوړ پوړو مشرانو برید وکړ.

د اسراییلو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې چې دغه برید د اسراییلو لخوا یواځې ترسره شوی دی.

حماس تایید کړې چې د دغې وسلوالې ډلې پنځه غړي د اسرایيلو په برید کې وژل شوي دي. د حماس د سیاسي دفتر ویاند سهیل الهندي، الجزیرې ته ویلي چې د خلیل الحیه زوي هم په وژل شویو کې شامل دی.

په دغه برید کې د قطر د یو امنیتي سرتیري وژنه هم تایید شوې ده.
په همدې حال کې، قطر د اسرایيلو برید ته سخت غبرګون ښودلی دی. په ملګرو ملتونو کې د قطر سفیرې عالیه احمد سیف آل ثاني د امنیت شورا ته ویلي چې دغه برید یو «بزدلانه جنايي حمله» وه چې د سیمې امنیت ته یې زیان رسولی او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

په قطر د اسراییلو بریدونو په نړیواله کچه سخت منفي غبرګونونه راوپارولي دي.

اروپايي ټولنې دغه بریدونه د نړیوال قانون او د قطر د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

اروپايي ټولنې د اسراییلو د برید د پایلو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کایا کلا ويلي له خپل "ستراتیژیک ملګري" سره بشپړ پیوستون څرګندوي او "په غزې کې د جګړې د هر دول زیاتوالي مخه باید ونیول شي".
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش دا برید وغانده او ویې ویل چې قطر په غزې کې د اوربند او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په برخه کې خورا مثبت رول لوبولی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ راتلونکې مشرې انالینا بیرباک هم د ۸۰مې غونډې په پرانیستونکې وینا کې دا برید وغانده او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي.

هغې ویلي: "زه له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوم چې اعظمي زغم وکاروي. لکه څنګه چې زموږ د ملګرو ملتونو منشور غوښتنه کوي، د ټولو غړو هیوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي او د هیڅ غړي هیواد لخوا سرغړونه ونشي."

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service