جده: سعودي چارواکو د مکې مسجدالحرام ته د يو قطري وګړي داخليدو اجازه نده ورکړې.
د سعودي چارواکو ياد عمل د عربو هيوادو ترمينځ رامينځته شوي کړکيچ کې لا نورې ستونزې رابرسيره کړي.
د الشرق ور ځپاڼې رپوټ له مخه د قطر بشري حقونو ادارې د يو قطري وګړي شکايت ترلاسه کړی چې ويلي دي کله چې قطري حج کوونکو غوښتل د مکې مسجدالحرام ته داخله شي نو سعودي چارواکو يې مخه نيولې او اجازه يې نده ورکړې.
د قطر بشري حقونو کميسيون مشر علي بن سميخ ال ماري ويلي چې ياده پيښه د هغو نړيوالو قوانينو خلاف ده د کوم له مخه چې خلکو ته بايد اجازه ورکړل شي ترڅو خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.
ولې بله خوا دا هم بايد په پام کې ونيول شي چې سعودي چارواکي هيڅکله هم مسجدالحرم ته له راتلونکو کسانو څخه د هغو قوم او تړاو په اړه پوښتنه نه کوي.
ياده پيښه يوازې يوه ورځ وروسته له هغه وروسته رامينځته شوې چې عربي اماراتو او بحرين هيوادو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې که څوک له قطر هيواد او خلکو سره همدردې وښايي نو هغه جرم دی او نقدي جريمې ترڅنګ زندان کې به هم بندي کيږي.

