پوليس: کوینزلینډ کې د دوو پوليسو وژنه مذهبي عقيدې له هڅونې سره تړلې يوه ترهګريزه پيښه ده

تير کال د اسټراليا کوینزلینډ ايالت کې پر پوليسو داسې حال کې بريد وشو چې دوی تحقيق لپاره يو کور ته تللي ول. ياد بريد کې دوه پوليس افسران ووژل شول او ځيني له بريد څخه روغ ووتل. د پيښې د څرنګوالي موندنې ښايي، ياد بريد پلان شوې وو او تر شا يې مذهبې هڅونه وه.

Split image of two police officers.

Constable Matthew Arnold (left) and Constable Rachel McCrow (right) were killed in an ambush at a remote Queensland property last year. Source: AAP / Queensland Police

تير کال ډيسيمبر مياشت کې د اسټراليا په کوینزلینډ ايالت کې هغه مهال دوه پوليس افسران په ډزو ووژل شول کله چې دوی په يو لري پرته سيمه کې په يو کور کې شکمن شخص لټون لپاره ورغلي ول، پوليسو د ياد بريد تر شا مذهبي لامل ياد کړی او دا يې يو تروريستي بريد ګڼلی.

نهه اونۍ دمخه ، د کوینزلینډ د پولیسو افسران کانسټبل میتیو آرنولډ او کانسټبل راچیل مککرو بريزبن ښار څخه ۳۰۰ کيلو متره لرې په ویامبیلا سيمې کې د ترهه ګريز بريد ښکار شول.
نتانییل، ګیرت او سټیسي ټرین هغه درې بريدګر ول چې وروسته پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د پيښې موندنې ښايي چې بريدګر "پراخ عیسوي بنسټپالو عقیدې" سره تړاو درلود او غوښتل يې په قصدي ډول پولیس په نښه کړي.

د پولیسو مرستیاله کمشنره ټریسي لینفورډ وویل چې تحقیق کوونکو له ۱۹۰ څخه ډیر بیانونه اخیستي او د اصلي بريدګر ټرین کورنۍ او ژوند ته هم له نږدې کتنه شوې او څيړل شوی.

پوليس کميشنرې وويل، که څه هم پلټنې اوس هم روانې دي، ولې دوی باور نه کوي چې دا برید تصادفي یا ناڅاپي و، د پوليسو پلټنې ښايي چې پولیس په قصدي توګه په نښه شوي.

اغلې لینفورډ وویل: "زموږ ارزونې دې پایلې ته رسیدلي چې ناتانیل، ګیرت او سټیسي ټرین، کومې بلې ډلې پورې تړاو نه درلود او په يوازې يې دا عمل وکړ دوی د یو مذهبي هڅونې له مخه دا تروریستي برید ترسره کړی."

"د ټرین د کورنۍ غړي د عيسوي مذهب عقيدې" پریمیلینیلیزم " سره تړلې يوې فکري ډلې غړيتوب درلود، د عقیدې دا سیسټم د عیسوي مذهب الهیات څخه راځي."

پولیس په دې باور دي چې دغو دریو تنو یوازې دا کار کړی او بل چا په برید کې لاس نه درلود.

پولیسو پلټنې ښايي چې دا بريد له دقت سره پلان شوی و او بريدګر د پولیسو په وړاندې د دفاع لپاره چمتو شوې وو, بريدګرو پټې جامې اغوستي وې او د ملکیت شاوخوا يې ډیری خنډونه یې جوړ کړي.

پولیسو له ملکیت څخه شپږ میله وسلې، نښې کمانونه او تیرونه او چاقوګان هم نیولي دي.

—————————————————————————————-

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې
 ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service