آي پي ايل کريکټ جام کې د ټولو لسو وتلو توپ اچوونکو په مينځ کې راشد خان تر ټولو کمې منډې ورکړي او هم ډير لوبغاړي يې سوزولي.
اسټراليا کورني جام ګټونکې لوبډلې سيکسرز مشر موسيس هينريکې وايي چې دی د راشد خان په اړه فکر کوي ترڅو د اسټراليا کورني جام کې چې ای پي آيل ورته نړيوال لوبغاړي پکې لوبيږي راشد خان هم ولوبوي.
د اسټراليا کورنۍ جام چې پر بيګ باش مشهوره ده لومړي ځل لپاره به له افغانستان څخه لوبغاړی لوبوي.

راشد خان دا مهال ای پي ايل سياليو کې طوفان رامينځته کړی او په ۱۲ لوبو کې يې ۱۴ لوبغاړي سوزولي.
۱۸ کلن راشد خان په ای پي ايل سياليو کې د وتلو ۱۰ توپ اچوونکو په مينځ کې تر ټولو ښه ځليدلی.
راشد خان سن رايزرس حيدرآباد لوبډلې ته لوبيږي د کوم مشرې چې اسټراليايي ډيويډ وارنر کوي
وارنر هم وايي چې د راشد خان بې څاري قابليت دی هم متاثره کړی.
د اسټراليا کورني بيګ باش ليګ اتلې لوبډلې لوبډلمشر هينريکې وايي چې د راشد خان توپ اچول ۱۰۰کيلو متره په يو ساعت کې وي او هم دی دواړو خؤاوو ته توپ تاووي، ښاغلی وايي چې د هند په هوا کې چې که دی دومره ښه لوبيدلی شي نو اسټراليا کې به راشد خان لا ډير ښه ولوبيږي او همدې لپاره زه پدې فکر کې يم چې راشد خان خپلې لوبډلې کې ولوبووم.
نړۍ کې لوبډلې به دا لويه تيروتنه کوي که چيرې له هغو هيوادو لوبغاړي ونه لوبوي کوم چې پر مختګ حال کې دي لکه افغانستان.
ښاغلی وايي چې د اسټراليا بيګ باش سياليو ډيرو لوبډلو ليوالتيا ښودلې ترڅو راشد خان ولوبوي.
راشد خان وايي چې زما ارمان دې چې د اسټراليا بيګ باش سياليو کې برخه واخلم ځکه دا به لومړی ځل وي چې يو افغان يادو سياليو ته لار پيدا کوي. راشد خان وايي چې له ماسره ځينو لوبغاړو لا دمخه خبرې کړي او هم ځينو کمپنيو راسره اړيکه ټينګه کړې ترڅو راباندې پانګونه وکړي.
ښاغلی وايي چې زه به لومړي قدم کې آی پي ايل سيالي بشپړووم او له هغه وروسته به پر بيګ باش سياليو خبرې وکړو.
"

