د کريکټ نړيوالې شورا نن دا علان وکړ چې ۱۹ کلن راشد خان تير کال افغانستان لپاره ۶۰ ويکټې اخيستې چې دا په تير کال کې د دويمې درجې هيوادو لوبغاړو کې نوی ريکارډ وه نو ځکه يادې شورا راشد خان د ۲۰۱۷ کال لپاره غوره لوبغاړی اعلان شو.
کله چې د يو ورځنې لوبې خبر کيږي نو راشد خان د دويمې درجې هيوادو لوبغاړو مينځ کې هغه يوازينی لوبغاړی وه چې ۴۳ ويکټې يې ترلاسه کړي.
راشد خان د ياد خبر اوريدو سره خوښي وښوده او ويويل چې دی ډير خوښ دی چې د کريکټ نړيوالې شورا لخوا ورته د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.
ښاغلي راشد خان ويلي چې ۲۰۱۷ کال ده لپاره له يادونو ډک کال وه او ده هم خپلې لاسته راوړنې څخه ډير خوند اخيسته.
راشد خان دا مهال اسټراليا کې دی او د اسټراليا اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته لوبيږي.
ښاغلي ويلي چې اسټراليا کې هم دده مينه وال ډير دي.
راشد خان لومړي ځل لپاره د نړيوالو پام هغه مهال ځانته واړوه کله چې فغانستان د زيمبوابوی خلاف په کال ۲۰۱۵ کې لوبې ترسره کولی او راشد خان چې هغه مهال ۱۷ کلن وه ښې توب اچوونې لپاره خپل د ژوند نوی پړاو پرانيست.
راشد خان د نړۍ يولس غوره لوبغاړو کې هم ځای لري او د نورو ريکارډونو تر څنګ هغه لومړنۍ دويمې درجې هيواد لوبغاړۍ وه چې د هند IPL کې په لوی رقم ۷۵۰۰۰۰ امريکايي ډالرو واخيستل شو.

