Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

راشد خان د کريکټ تاريخ کې يو بې ساری ريکاړډ جوړوي

راشد خان روان کال د کريکټ تاريخ کې د يو بې ساري ريکارډ جوړولو هڅه کوي.

Rashid Khan
Rashid Khan Source: AAP

راشد خان دا مهال د اسټراليا بيګ باش ليګ کې اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته لوبيږي او خپل لومړنې لوبه کې يې درې لوبغاړي وسوځول چې لدې سره د راشد خان روان کال په يو ورځنيو لوبو کې ټولې سوځونې ۹۲ ته ورسيدې.

راشد خان دا مهال د کريکټ نړيوالې شورا درجه بندی په توپ اچونه کې لومړنۍ مقام لري.

که چيرې روان کال کې د راشد خان د سوځونې يا ويکټو شمير ۱۰۰ ته ورسيږي نو راشد خان به د کريکټ تاريخ کې لومړنۍ لوبغاړی شي چې په يو کال کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځوي يا په بله معنی ۱۰۰ ويکټې ترلاسه کوي.

په شل اوريزو لوبو کې پخوانی ريکارډ د ويست اينډيز توپ اچوونکي Dwaybe Bravo په کال ۲۰۱۶ کې خپل کړ او په شل اوريزو لوبو کې يې  ۸۷ لوبغاړي وسوځول.

د راشد خان روان کال کې درې نورې لوبې پاتي او که چيرې راشد خان وتوانيږي چې دريو لوبو کې ۸ لوبغاړي وسوځوي نو د کريکټ تاريخ کې به خپل نوم ثبت کړي.

د اسټراليا بيګ باش ليګ کې راشد خان خپل لومړنې لوبه کې درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوړه لوبغاړی ونومول شو.

اسټراليا کې د راشد خان په اړه لوبغاړي وايي چې د يو ځانګړې وړتيا اومهارت خاوند دی او هم د نورو لوبغاړو پر پرتله راشد خان لا ډير زيار وباسي.

راشد خان د کريکټ تاريخ کې د يو نوي ريکارډ جوړلو لپاره روان کال کې درې لوبې لري او بايد يادو دريو لوبو کې ۸ لوبغاړي وسوځوي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now