د راشد خان پلار دوه ورځې وړاندې د ورپيښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له يادې پيښې څخه يوه ورځ وروسته د اسټراليا بيګ باش سياليو کې د راشد خان لوبډلې تر ټولو مهمه لوبه درلوده او ډيرو داسې ګومان کاوه چې راشد خان به د پرون شپې لوبه کې له لوبيدو څخه انکار وکړي ولې هغه داسې ونه کړل او د پلار غم سره يوځای يې خپلې لوبډلې مهمه لوبه کې د لوبيدو خبر ورکړ.
د راشد خان دا ګام د هغه لوبډلې اډيليډ سټرايکرز او هم د هغه زرګونو مينه والو وستايه.
د راشد خان د زړه ټپ لا تازه وه او پرون شپه لوبې ميدان ته له ژور خپګان سره ننوت.
د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې مشر اليکس کرې د راشد خان په اړه احساساتي وينا وکړه " راشد خان په نړۍ کې يو له ځلانده لوبغاړو څخه دی او زمونږ لوبډلې لپاره لکه ورور په شان دی او هم زمونږ ټولو لوبغاړو ملاتړ له ځانسره لري."
سره لدې چې تير ماښام ټول اسټراليا کې د نوي کال شپه له يو لړ کنسرتونو او اورشيندنو سره لمانځل کيده له تمې سره سم راشد خان وشو کولی چې خپلې لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړي او د ۲۰۱۸ کال وروستۍ لوبه کې يې دوه مهم لوبغاړي وسوځول.
۲۰۱۸ کال کې راشد خان په يو ورځنيو شل اوريزو لوبو کې ۹۶ لوبغاړو سوځولو سره نړيوال ريکارډ خپل کړی.
نن د اسټراليا اډيليډ ښار کې د افغانانو ټولنې د راشد خان مرحوم پلار د فاتحې مراسم جوړ کړل او په پام کې ده چې راتلونکو ورځو کې د اسټراليا ځينو نورو ښارونو کې هم ورته فاتحې مراسم جوړ شي.

