Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

راشد خان د اسټراليايانو زړونه وګټل

راشد خان د اسټراليا کريکټ ليګ کې يو له وتلو لوبغاړو نومول شوی او نوموړي اسټراليا کې بې شميره مينه وال موندلي.

Rashid Khan
Source: Adelaide Strikers

د اسټراليا کريکټ ليګ چې د بيګ باش په نامه ياديږي هر کال د اسټراليايي او بهرنيو لوبغاړو په شتون کې ترسره کيږي.

راشد خان له کلونو راهيسې د اسټراليا جنوبي ايالت اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته لوبيږي.

د افغانستان او ايرلنډ لوبې پيليدو څخه مخکې راشد خان خپل وروستی لوبه وکړه او دوه مهم لوبغاړو سوځولو سره يې لوبه وګټله.

بيګ باش کې ۵۰ او وروستۍ لوبې ترسره کولو سره راشد خان هټرک يا درې لوبغاړي پرلپسې سوځولو ته نږدې شو ولې دريم لوبغاړی ونه سوځيده.

راشد خان دبيګ باش سږ کال لوبو کې ټول ۱۶ لوبغاړي سوځولي.

Rashid Khan speaks with SBS Pashto
Rashid Khan speaks with SBS Pashto Source: SBS

د راشد خان وروستی لوبه کې سلګونو مينه والو يې لوبغالي کې مخه ښه لپاره لاسوه وپړغول او مخه ښه وکړه.

Rashid Khan fans
Source: BBL

د ډيسمبر مياشت په ۲۸ نيټه د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان سپېن توپ اچوونکی راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړ.

د افغانستان او ايرلند لوبډلو ترمينځ درې يو ورځنې لوبې د جنورۍ مياشت په ۱۸ نيټه پيليږي، دا لوبې به د جنورۍ پر ۱۸مه، ۲۱مه او ۲۳مه ابوظبۍ کې وشي.

 

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now