د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی، راشد خان د ملا د ټپي کېدو له امله د بېګ باش لیګ په ۱۳ پړاو سیالیو کې نه لوبېږي، کوم چې کوچني عملیات ته اړتیا لري.
د اډېلېد سټرایکرز عمومي مدیر، کرېکټ ټیم نېلسن وايي: "دا د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې لپاره لوی زیان دی.
"راشد د سټرایکرز یو محبوب غړی او د مینه والو د خوښې وړ دی چې له اوو کلونو راهیسې له موږ سره دی."
"راشد له اډېلیډ او سټرایکرز سره مینه لري، او موږ پوهیږو چې هغه په BBL کې لوبې کولو سره څومره مینه لري، او موږ د هغه ملاتړ کوو ځکه چې هغه د دې ټپ درملنه لري ترڅو په لوبو کې د هغه اوږدمهاله ښکیلتیا یقیني کړي."
ښاغلی نېلسن وايي، د آدېلېډ سټرایکرز لوبډلې روزونکي به اوس پدې لټه کې واوسېږي ترڅو د هغه پر ځای بل کس پیدا کړي او تر هغې وروسته به انتخاب شوی لوبغاړی اعلان شي.
آډېلېډ سټرایکرز به د بېګ باش لیګ په راتلونکو فصلونو کې د راشد خان د ساتلو حقونه له ځان سره وساتي.

Rashid Khan of the Adelaide Strikers , January 17, 2018. (AAP Image/David Mariuz) Source: AAP
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول

