Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

عربي اماراتو امريکا ته د مسمانانو پر سفر د بنديز ملاتړ کړی

د عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زايد ويلي چې امريکا ته د ځينو مسلمانو هيوادو وګړو پر سفر بنديز اصل کې د مسلمانانو خلاف عمل ندی. کويټ هيواد د افغانستان او پاکستان په ګډون پر ځينو اسلامي هيوادو وګړو کويټ ته د سفر بنديز لګولی.

 Sheikh Abdullah bin Zayed bin Sultan Al Nahyan
Sheikh Abdullah bin Zayed bin Sultan Al Nahyan, the United Arab Emirates Minister of Foreign Affairs. Source: EPA

ولې امريکا کې مدافعين بيا د امريکا ولسمشر ياد فرمان په اړه محکمو ته مراجعه کړې او وايي چې د ۷ اسلامي هيوادو پر وګړو د سفر بنديز مسلمانانو سره توپيري چلند دی.

امريکا کې قاضي په داسې حال کې پر مسلمانانو د سفر بنديز مخنيوی کوي چې د يو پر مختللي اسلامي هيواد حکومت بيا د امريکا له ياد بنديز څخه دفاع کوي.

د اماراتو بهرنيو چارو وزير وايي چې ياد بنديز څخه ډير اسلامي هيوادونه ندي په نښه شوي.

د اماراتو د امنيت برخې مشر هم له ياد بنديز څخه دفاع کړې.

بله خوا د عربي هيواد کويټ لخؤا هم پر ځينو اسلامي هيوادو وګړو کويټ ته د سفر بنديز لا پخوا لګول شوی.

کويټ له کال ۲۰۱۱ څخه راپديخوا د سوريه، عراق، ايران، پاکستان او هم افغانستان هيوادو وګړو باندې کويټ ته د سفر بنديز ولګاوه او د يادو هيوادو وګړي نشي کولی چې کويټ ته سفر وکړي.

د امريکا ولسمشر وايي چې امريکا ته د کډوالو راتګ برخه کې به عيسويانو کډوالو ته د مسلمانانو پر پرتله لومړيتوب ورکوي.

د امريکا بيلابيلو ښارونو کې د ياد بنديز خلاف محکمو کې شکايتونه وړاندې شوي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now